سلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف ریزیلیئنټ پاكستان كنفرنس كامياب ګرځولو سره وئېلي چې مونږ په ګډه نړۍ ته د سېلاب ځپليو او د پاكستان مقدمه وړاندې كړې٬ نړيوالې وروورلۍ په مونږ د بشپړه باور څرګندونه كړې٬ د اولس په دعاګانو او بيا زمونږ د اخلاص په نتيجه كښې لوے څښتن مونږ ته كاميابي راكړې٬ اوس به مونږ له د اولس پرمختګ٬ سوكالۍ او د سېلاب ځپليو بحالۍ او بيا رغونې له كار كولو سره د اولس په وړاندې روڼ مخ ودرېدل وي٬ د ملګرو هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ څخه ترلاسه كېدونكې د مرستې يوه يوه پيسه به په سپېځلي ډول مصرف كول او كركيله ٬ صنعت او انفراسټركچر به بحالولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزيران اسحاق ډار٬بلاول بهټو زرداري٬شيري رحمان٬اسعد محمود٬طارق بشير چيمه او د اے اېن پي لارښود ميا افتخار حسېن هم موجود وو۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې جنېوا كنفرنس كامياب ثابت شوے دے٬ دا د كروړونو اولس د دعاګانې او په اخلاص سره د شويو هڅو نتيجه ده كومې چې اتحادي حكومت د سېلاب ځپليو لپاره كړې دي۔وزيراعظم ووئيل چې تر كومې د سېلاب ځپليو د بحالۍ عمل تر سره شوې نه وي مونږ ته به آرام رانشي۔ ده ووئيل چې جنېوا كنفرنس كښې نړيوالو هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ په مجموعي توګه د 9.7 ارب ډالرو راكولو لوظ كړے دے٬ تر ټولو زياته مرسته اسلامك ډوېلپمنټ بانك 4.2 اربه ډالره اعلان كړې ده۔ د دې نه علاوه نړيوال بانك د 2 ارب ډالرو٬ اېشين انفراسټركچر ډيوېلپمنټ بانك د كوم هيډ آفس چې په چين كښې دې٬ د يو ارب ډالر٬ آسيائي پرمختيائي بانك د 500 ملين ډالر٬آذربائيجان د 2 ملين ډالر٬كاناډا د 18.6 ملين ډالر٬چين د 100 ملين ډالر٬ډنمارګ د 3.8 ملين ډالر٬اروپائي ائتلاف د 87 ملين يورو٬ فرانس د 380 ملين يورو٬ المان د 84 ملين يورو٬اټلي د 23 ملين يورو٬ جاپان د 77 ملين ډالرز٬ نيدرلينډ د درې نيم ملين يوروز٬ ناروے د 6.5 ملين يوروز٬ قطر د 25 ملين ډالرز٬سعودي عرب د يو ارب ډالر٬ سويډن د 7.5 ملين ډالر٬ برتانيې د 36 ملين پاؤنډز او امريكې د 100 ملين ډالراعلان كړې دي۔ وزيراعظم ووئيل چې جنيوا كنفرنس كښې ټولې نړۍ د پاكستان په حكومت او اولس د بشپړه باور څرګندونه كړې٬ كه هغوي اندېښنه لرله چې دا رقم په سپيځلې ډول نه مصرف كېږي نو د دومره لويه مرسته به يۍ نه وه اعلان كړې۔ وزيراعظم ووئيل د بده مرغه زمونږ سياسي مخالفينو بدترينه پروپېګنډا كړې خو نړيوالې ورورولۍ دې ته هېڅ پام ونه كړو او د خپل ټېكس پيئرز پيسه يې پاكستان ته وركړې٬دا د پاكستان لويه كاميابي ده٬په دې د پاكستان اولس او د اتحادي حكومت لارښود د مباركۍ مستحق دي۔ وزيراعظم د جنيوا كنفرنس كاميابۍ لپاره په بشپړه كردار ترسره كولو د وزيرانو بلاول بھټو زرداری، اسحاق ډار ، شیری رحمن، احسن اقبال، ایاز صادق،مريم اورنګزېب او وزير مملكت حنا رباني كهر په شمول د خارجه سېكرټري٬ بهر هېوادونو كښې د پاكستاني سفارتخانو او مشنز چارواكو او د اتحادي حكومت لارښودو مننه وكړه۔ ده ووئيل چې مونږ له به يوه يوه پيسۍ د خپل اولس په پرمختګ او سوكالۍ لپاره په سپيځلې ډول كارول وي٬يوه يوه پيسۍ به د سېلاب ځپليو خذمت٬د هغوي بحالۍ او تعمير لپاره مصرف كولې شي۔ وزيراعظم د سعودی عرب، قطر، یو اے ای، ترکی، چین، امریکې، فرانس، برطانیې، کینیډا، اروپائي ائتلاف، اسلامک ډویلپمنټ بانك، آسيائي پرمختيائي بانك، ایشین انفراسټرکچر ډویلپمنټ بانك او ورلډ بانك پشمول د ټولو هېوادونو او د نړيوالو ادارو او نړيوالې ورورولۍ مننه وكړه چا چې د زړه نه د پاكستان مرسته كړې۔ ده وويل چې لوے څښتن په مونږ فضل و كرم كړې چې مونږ ته يۍ د خپلې اندازې او توقعاتو څخه زياته كاميابي راكړې۔ وزيراعظم ووئيل چې په كوم ډول د سېلاب نه وروستو پاك پوځ٬ ټولو وفاقي او صوبائي ادارو په ګډه د سېلاب ځپليو فوري مرستې او بحالۍ لپاره كار كړې دغه ډول به مونږ يووالي سره خپلې هڅې روانې ساتو دغسې چې د اولس په وړاندې هم روڼ مخ ودرېږو۔ وزيراعظم د سېف ډيپازټس تر 5 اربه ډالره او د سرمايه كارۍ تر 10 اربه ډالرو رسولو له د جاج اخستو په هدايت كولو د سعودي ولي عهد شهزاد محمد بن سلمان مننه كولو سره ووئيل چې د پاكستان ملګري هېوادونو د لويے څښتن په فضل مونږ لپاره لويه وسيله ګرځېدلي دي۔ او اوس به مونږ له خپل كار كول وي۔ ده ددې عزم څرګندونه وكړه چې اتحادي حكومت به اولس چرې مايوسه نه كړي۔
متعلقہ مضامین
-
Tomato price crosses Rs240 per kg in country
-
PNS ALAMGIR visits Port Aksaz Turkey to participate in drills
-
Govt convokes joint session of Parliament after talks with allies
-
Indonesia keen to set up ASEAN study center
-
EVM to play role of neutral umpire
-
CM’s special funds to be transmitted at district level
-
PM visits low-cost housing project; appreciates fast pace of construction
-
PM directs to urgently resolve issues as Chinese investors set to launch operations
-
Int’l conference on Cyber Warfare & Security on Nov 23
-
Experts say that engagement between the EU and Pakistan is critical in combating non-traditional security threats
-
Six dead in Upper Kohistan when car crashes into ravine
-
US Embassy in Islamabad will remain close tomorrow