اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف جنيوا کنفرنس د سېلاب تباه کارو مخنيوي او بحالۍ او د بيا رغونې سره سره د پاكستان قوي كولو د اوږد او سخت مزل پېل ګرځولو سره وئيلي دي چې د دې د نتيجو سره به د ګڼ شمېر سېلاب ځپليو باور وشي چې هغوي نه دي هېر كړې شوې، نړيواله ورورولي به د بحالۍ او بيا رغونې په هلو ځلو كښې مرسته كوي، جنيوا کنفرنس به زمونږ د شريك انسانيت او د سخاوت د جذبې علامت او د ھغه ټولو خلقو او هېوادونو لپاره د اميد ذريعه جوړېږي څوك چې په سباٶن كښې د قدرتي ستونزو سره مخ كېدې شي۔ د برتانيې ورځپاڼې “دي ګارډين” كښې خپور شوي خپل يو مضمون كښې وزيراعظم وئيلي دي چې پاكستان كښې د زياتو بارانونو او سېلاب له امله 1700 كسان مړه شوي٬ 33 مېليونه كسان ځپلي شوي او سندھ او په بلوچستان صوبو كښې لويه برخه اوس هم په اوبو كښې ده ٬ په پاکستان كښې د غذائي عدم تحفظ ښكار كسانو شمېره 14 مېليونه ته رسيدلې ٬ نور 9 مېليونه كسان سخت غريبۍ سره مخ شوې دي۔ ده ووئيل سېلاب ځپليو سيمو كښې مستقل تالابونه د يوې لوئ سلسلې غوندې په نظر راځي، دا اوبه د يو كال نه په كمه موده كښې نشي وېستلې كېدې خو د تشويش خبره دا ده چې په دغه سيمو كښې په جولائي كال 2023 كښې بيا سېلاب راتللې شي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان يواځې د سېلاب سره نه بلكه د بيا بيا رامخې ته كېدونكې د آبو او سيلۍ شدتونو سره هم مخ دے د دې نه وړاندې په كال 2022 كښې هېواد هيټ ويو سره مخ ٶ چې ورسره وچ كالي او په ځنګلونو د اور لګېدو پېښې رامخې ته شوې دي۔ شهباز شريف ووئيل پاكستانيانو د دې تازه آفت مثالي مقابله كړې د وړاندې نه د شديد معاشي بحران باوجود حكومت شل لكه څخه زيات كورنيو له 250 مليونه ډالره رروپۍ نېغ په نېغه وركولو لپاره د فنډز انتظام له هڅې كړې٬ په مجموعي توګه مونږ د خپل محدود وسائلو څخه هنګامي مرسته تقريباً 1.5 بېليونه ډالره جمع كولو كښې كامياب شوې۔ ده ووئيل مونږ د نړيوالې ورورولۍ او د پاكستان د ملګرو هېوادونو مننه كوٶ چا چې د خراب صورتحال څخه بچ كېدو لپاره زمونږ مرسته كړې او د صحت نړيوالې ادارې دا صورتحال په لوړه كچه د صحت اېمرجنسي ګرځولې وه، خو مونږ د موثره كار په سبب د رنځونو خپرېدو لاره نيولو سره سره د ښاريو او د كليو ترمېنځه د تباه شوې مواصلاتي نېټ ورك په زر تر زره بحالۍ كښې هم كامياب شوي۔ ده ووئيل د 20 لكه نه زيات كورونه٬ 14 زره كلوميټره سړكونه او 23 زره سكولونه او كلينكس تباه شوې دي٬ د نړيوال بېنك او د اروپائي ائتلاف په مرسته د آفتونو نه پس د ضرورتونو اندازه لګولې شوې ده چې سېلاب څخه شوې زيان د 30 اربه ډالرو نه زيات دے كوم چې د پاكستان د مجموعي جي ډي پي د لس فيصده برخې برابر دے ۔ ده ووئيل پاكستان يوازې د دې چېلنج مخنيوي نشي كولې هم دا سبب دې چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او زه د جنورۍ په 9مه نيټه په جنيوا كښې د کلائميټ ريزيليئنټ پاکستان انټرنيشنل کنفرنس په ګډه كوربتوب كوٶ۔ په کنفرنس كښې نړيوال مشران٬ نړوالې ادارې او د بشري همدردۍ تنظيمونو نمائندګان او د پاكستان دوست به دې سره مرسته او د يوالي څرګندونه كوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د سېلاب نه پس د بيا رغونې او بحالۍ لپاره به يو جامع روډ مېپ هم وړاندې كوٶ، كوم چې د نړيوال بېنك، ملګرو ملتونو، ايسيائي پرمختيائي بېنك او د اروپائي ائتلاف په مرسته جوړ كړې شوې دې۔ د ځپليو سيمو په بحالۍ او بيا رغونه كښې په سمدستي توګه د چېلنجونو مخنيوي لپاره په درې كاله موده كښې كم از كم 16.3 بېليونه ډالره فنډنګ ته اړتيا ده ٬ په دې لړ كښې به پاكستان نيم رقم خپلو وسائلو څخه ترسره كوي خو دې فرق ترسره كولو لپاره چې به مونږ له د خپل دوه اړخيزه او د ګڼ اړخيزه شراكتدارو پرله پسې مرستې ته اړتيا وي۔ شهباز شريف ووئيل پاکستان موسمياتي لچك پيدا كولو له د اوږدې مودې وژن له مخې به په لس كالو كښې 13.5 بېليونه ډالر سرمايه كارۍ ته اړتيا لري٬ ښه مواصلاتي انفراسټرکچر او د اوبه خور ښه او قوي نظام جوړول او په سباٶن كښې د قدرتي آفتونو اثرات كمولو لپاره موثره ابتدائي انتباهي نظام ډيزائن كول پاكستان لپاره يو يوه لازمي خبره ده۔ ده ووئيل مونږ ټول د فطرت د قوتونو په رحم و كرم يو كوم چې د پولو لحاظ نه وي او مونږ د شريكو هلو ځلو د لارې په دې قابو موندلې شو۔ اميد دې چې جنيوا کنفرنس به زمونږ د مشتركه انسانيت او د سخاوت د جذبې علامت او د ھغه ټولو خلقو او هېوادونو لپاره د اميد ذريعه جوړېږي څوك چې په سباٶن كښې د قدرتي ستونزو سره مخ كېدې شي.
متعلقہ مضامین
-
No role of opposition in putting off parliament’s joint session, says Khursheed
-
Video contest on 70-year of Pak-China diplomatic ties enters next stage
-
Three days int’l Seerat-un-Nabi (SAW) conference concludes
-
Australia wins; well played Green Shirts!
-
TMUC Islamabad formalizes Student Council 2021-22
-
PM concerned over slow pace of Balochistan uplift projects
-
Retailers to be registered in 30 cities under Ehsaas Rashan Riayat
-
Remittances stay above $2 billion for 17th month in a row
-
Gwadar to get fresh water treatment, supply system soon
-
Same solicitor notarised affidavit, Nawaz reports
-
Train hits college van in Sheikhupura, leaving three dead
-
Fire erupts at oil refinery in Karachi’s Korangi