اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي هېواد په معاشي توګه استحكام پلو روان دے٬ الېكټرانك ووټنګ مشين د تحريك انصاف د انتخابي اصلاحات مهمه برخه ده٬ اوورسيز پاكستانيانو ته د ووټ حق وركول د پي ټي آئي اېجنډا ده، اوورسيز پاکستانيان په قامي چوكاټ كښې شاملولو لپاره دې الېكشن كمېشن اقدمات وكړي، وفاقي کابينې د كرونا مقابلې لپاره بوسنيا ته طبي مرسته او د داروګانو لېږلو پرېكړه كړې٬ د سي پېك په منصوبو كښې د سرمايه كارۍ خواهش لرونكو د چين وګړو لپاره د ويزې د خاص طريقه كار منظوري وركړې شوې، د كابينې په غونډه كښې په كنټونمنټ بورډ كښې د انتخابات كولو منظورۍ نه علاوه د پي ټي وي د نوي بورډ جوړولو منظوري وركرې شوې ٬ د اطلات سېكرټري به د بورډ چيئرپرسن او د راډيو ډائرېكټر جنرل او پي آئي او به د بورډ غړي وي٬ د كابينې په غونډه كښې د اېن ټي ډي سي د اېم ډي عارضي ذمه وارۍ محمد ايوب ته د وركولو هم منظوري وركړې شوې ٬ دغسې د پاكستان په تاريخ كښې د كابينې زياتې غونډې په موجوده حكومت كښې شوي ٬ ووټ له د عزت وركړې غږ كوٶنكو په دور كښې په دريو كالو كښې د كابينې 23 غونډې شوي ، کابينې د فلسطين او كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كولو خارجه وزير او د ھغوي د ډلې د هلو ځلو ستائنه كړې ۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كابينې غونډې نه پس وفاقي وزير اسد عمر سره خبريانو ته د بريفنګ په مهال چوهدري فواد حسېن ووئيل د وفاقي كابينې په غٶنډه كښې زياتره خبرې په معيشت شوي ٬ او نننۍ د كابينې غونډه د پاكستان په تاريخ كښئ وړومبۍ پېيپر ليس غونډه وه۔ ده ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې د كابينې زياتې غونډې په موجوده حكومت كښې شوې، د جموريت چغې وهونكو موجوده حكومت سره كه موازنه وكړې شي نو صورتحال به رامخې ته شي٬ د كال 2008 نه پس د كابينې 226 غونډې شوې چې پكښې د پيپلز پارټۍ په دور كښې 67 او د مسلم ليګ (ن) څوك چې ووټ ته عزت وركړې او د جمهوريت چغې وهي په دور كښې د مئي پنځمې نېټې كال 2013 نه تر 30 جون كال 2016 په دريو كالو كښې 23 غونډې شوې دي ۔ ده ووئيل د پيپلز پارټۍ او پي اېم اېل اېن په دور كښې يوه هم د كابينه كمېټۍ غونډه نه ده شوې٬ انسټي ټيوشنل ريفارمز، اسټيټ اون انټرپرائزز، نېشنل اکنامك ريفارمز، سي پېك او د نجکاري پحقله د پيپلز پارټۍ په دور كښې 6 او د پي اېم اېل ان په دور كښې 21 غونډې شوي ۔ده ووئېل د اکنامك کوآرډينيشن کابينه کميټۍ (ايکنيک) د پيپلز پارټۍ په دور كښې 6 او د پي اېم اېل اېن په دور كښې 21 او زمونږ په دور كښې 16 غونډې شوي۔ دغسې د كابينه كمېټۍ په مجموعي توګه 720 غونډې شوي چې پكښې د موجوده حکومت په دور كښې 382، د پي اېم اېل اېن په دور كښې 193 او د پيپلز پارټۍ په دور كښې 145 غونډې شوي۔ ده ووئيل د دې موازنې نه برېښي چې موجوده حكومت فيصله په ښه ډول كوي۔ ده ووئيل د كابينې په پېل كښې د ډاکټر شيريں مزاري ورور او د هوابازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان د ورور په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره فاتحه خواني وشوه۔ د دې نه پس وزيراعظم خپلې معاشي ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كړې چې په خرابو حالاتو كښې ئې معيشت سنبهال كړےاو اوس الحمد لله استحکام پلو روان دے۔ ده ووئيل پاكستان د فلسطين په مسئله قائدانه كردار لوبولے، کابينې په دې لړ كښې د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د خارجه دفتر د كردار ستائنه كړې۔ کابينې د تركيه او سعودي عرب اړيكو د بهترۍ هركلے وكړو۔ ده ووئيل وزيراعظم د ترکيه او سعودي عرب او د ايران او سعودي عرب په اړيكو خپله واضحه رائے وركړې ۔ ده ووئيل د اسلامي نړۍ ترمېنځه د تاؤ كمېدو سره به په نړۍ كښئ استحكام راشي او د دې ګټه به اسلامي نړۍ ته ورسي ٬ مونږ د دې عمل ستائنه كوٶ۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې د كشمير په كشاله د پېشرفت په اړه د خارجه وزير او د ھغه د ډلې د هلو ځلو كابينې ستائنه كړې ۔ وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم د پارلمانې چارو صلاحكار ډاکټر بابر اعوان د انتخابي اصلاحات پحقله كابينې ته پريزنټېشن وركړے۔ده د ټولو بلونو پحقله شق وار ووئيل چې مونږ څنګه مخ په وراندې روان يو۔ ده ووئيل الېكټرانك ووتنګ ميشن د اصلاحاتو مهمه برخه ده٬ د الېكشن كمېشن د فېس بك په پېچ په رپورټ او ټويټ كابينه كمېټۍ د تشويش څرګندونه كړې او غوښتنه ئې كړې چې الېكشن كمېشن د خپلې ميديا ډلې په ضد چې كومه كاروائي كړې ھغه عام كول پكار ده ٬ مونږ د ادارې كاروائۍ ته منتظر يو۔ وفاقي وزير چوهدري فواد ووئيل بار اېسوسي اېشنز٬ پرېس كلبز او د پارلماني خبريالانو اېسوسي اېشن په انتخاباتو كښې د دې مشين د استعمال خوښي څرګنده كړې ۔ ده ووئېل كابينې نن د پي ټي وي د نوي بورډ جوړولو منظوري وركرې چې پكښې به د اطلات سېكرټري د بورډ چيئرپرسن او د راډيو ډائرېكټر جنرل او پي آئي او به د بورډ غړي وي٬ د كابينې په غونډه كښې د اېن ټي ډي سي د اېم ډي عارضي ذمه وارۍ محمد ايوب ته د وركولو هم منظوري وركړې شوې دغسې ريحان حامد ئې د ا حيدر آباد اليکټرك سپلائي کمپنۍ چيف اېګزېكټو افسر تعيناتولو منظوري وركړې ۔ د اداره جاتي اصلاحات لپاره كابينه كمېټۍ د اپرېل په 29مه نيته كال 2021 په غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق وكړو، د کابينې لخوا اعزاز احمد د اېن ټي ډي سي اېم ډي لګولو منظوري وركړې شوه خو ھغه به په اګست كښې خپلې ذمه وارۍ پغاړه د اخستو په پوزيشن كښې وي، تر اګست عارضي بندوبست شوے ۔ ده ووئيل تحريک لبيك پاکستان کالعدم ګرځولے شوے ٶ او دغې ګوند حكومت ته د نظر ثانۍ درخواست كړے ، دې لپاره د اېنټي ټېررازم له مخئ يو پراېسېس موجود دے او د داخله وازارت لخوا يوه كمېټې جوړېږي كومه چې د نظرثانۍ د اپيلونو سماعت كوي او خپل سفارشتان كابينه ته وړاندې كوي٬ د دې كمېټۍ د جوړولو منظوري وركړې شوې ۔ ده ووېيل د پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ فاٶنډېشن د چيف اېګزېكټو افسر د تعيناتولو سمري موخر كړې شوې ۔ كابينې د پاکستان ايډمنسټريټو سروسز د بي اېس 20 افسر کيپټن (ر) منير اعظم د پاكستان ټوبېكو كمپنۍ د بورډ چيئرمين لګولو منطوري هم وركړې ۔ دغسې کابينې د پاك افغان ټرانزټ ټريډ لوظنامو كښې د شپږو مياشتو د پراختيا منظوري وركړې ۔ده ووئېل كابينې د سي پېك په منصوبو كښې د سرمايه كارۍ خواهش لرونكو د چين وګړو لپاره د ويزې د خاص طريقه كار منظوري وركړې او دې سره به د چين وګړو ته پاكستان ته راتګ نور هم آسان شي ٬ دوي لپاره به د دوه كاله مودې ورك انټري وېزا چين كښې د پاكستان سفارت په 48 ساعتو كښې جاري كوي او سيکورټي کليئرنس به لازماً په 30 ورځو كښې كولې شي٬ سي پېك بزنس ويزه هولډرز لپاره به د ګرين چېنل په طرز جلا امېګرېشن كاوټنړز جوړولې شي٬ ورك بزنس ويزه كښې د سي پېك ويزه له د يو جلا کيټيګري جورولو پرېكړه هم شوې ، دغسې په چين كښې د پاكستان مشن او داخه وزارت كښ د سي پيك په درخواستونو غور لپاره جلا ډېسك به جورولے شي ٬ دې اقدام سره به د چين وګړو ته او سي پېك سره اړوندو خلقو ته پاكستان ته په تګ راتګ كښې اسانۍ ترلاسه شي
متعلقہ مضامین
-
India appoints new Charge d’Affaires to Pakistan
-
PDM leaders look dejected after Lahore, gets cold response from public: Shibli
-
Police file two cases against PDM activists, leaders
-
Yasmin urges PDM rally participants to quarantine themselves
-
First Virgin Atlantic flight lands at Lahore airport from London
-
President approves Anti-Rape Ordinance 2020 for speedy trial through special courts
-
China appreciates Pakistan’s efforts to elevate MoU on IC under CPEC
-
Pakistan to conduct MRCP PACES clinical exam twice a year
-
APS Young Martyrs Day: nation vows united stand against terror
-
K-Electric earns Leeds Gold Green Building certification
-
PTI Fish Rots from the Tail
-
Turkish University gives award to Pakistan Embassy School director