اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي پاکستان كښې د اختراعی تجارتی مصنوعات او خذمات رسنه كښی جاپاني سرمايه كارو او سوداګرو له د ټولو ممكنه آسانيو وركولو عزم لرؤ۔ هغه دا خبره د زيارت په ورځ پاكستان كښی د جاپان سفير کونی نورا مستودا سره ملاقات كښې وكړه۔ د جاپان کمرشل قونصلر اشی کین سوکی او سېکنډ سېکرټری مس سوما مایوکو هم هغه سره وه۔ وفاقي وزير د جاپان سفير او هغه سره د راغلي پلاوي هركي كولو سره ووئيل پاکستان او جاپان په زړه پورې پخوانۍ اړيكې لري او د دواړو هېوادونو ترمينځه دا اړيكې به سباؤن كښې لا وده ومومي۔ هغه د بنيادي اډانو او ادارو په پرمختګ كښې د پاكستان په مرسته كولو د جاپان مننه كولو سره ووئيل جاپان د پاكستان يو پرمختيائي همكار دے۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو هم خبرې وشوې۔ ملاقات كښې د پاكستان او جاپان ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ امكاناتو او دوه اړخيز اقتصادي مرستې مضبوطولو له د بېلو تګلارو هم جاج واخستے شو۔ وفاقي وزير پاکستان كښې د اختراعی تجارتی مصنوعات او خذمات رسنه كښی جاپاني سرمايه كارو او سوداګرو ته ممكنه آسانيو وركولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ هغه د پاكستان او جاپان دوه اړخيزه اړيكو ودې له په پرله پسې هڅو كولو د جاپاني سفير مننه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
WE360 Spearheads Food Distribution Drive in Rural Punjab to Alleviate COVID-19 Impact
-
Pakistan to raise Kashmir issue in OIC meeting today
-
Khairpur industrialist arrested in ASI Wassan murder case
-
Pak-China ties to be more diversified in days to come
-
Top court issues contempt notice to Sindh CM in KCR case
-
No ban on export of Pakistani workforce to UAE: SAPM
-
No change in Pakistan’s position on Israel: FO
-
Ban on high speed internet in IIOJK extended till Dec 11
-
Islamabad proposes ‘trade triangle’ of Pakistan, China and ASEAN
-
Students demand union restoration, hold protest demonstration outside NPC
-
Two workers were buried under rubble while working in a deserted well
-
Accountability of policemen over misuse of power top priority: IGP