کراچۍ 10 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د زراعت څانګې پرمختګ لپاره ټاسك فورس هېواد كښې زرعي انقلاب لپاره جامع اقدامات كوي٬ جديدې طريقې كارولو سره د فشريز صنعت ته وده وركړې كېدې شي۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د ايګرو، فوډ، فشرېز او مېډيسن څانګې سره تعلق لرونكو پلاويو سره كړې چا چې وزيراعظم سره كراچۍ كښې ملاقات كولو ۔ د ملاقات په مهال د سندھ ګورنر عمران اسمعيل، علي زيدي، حماد اظهر، فيصل واوډا، عبدالرزاق داؤد، ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، ډاکټر عشرت حسېن، سيد شبر زيدي، سيد زبير حېدر ګېلاني، ډاکټر رضا باقر هم موجود ٶو۔ د ايګرو فوډ سېکټر په پلاوي كښې سکندر ټوانه، غياث خان، ګل محمد لوټ، رفيق سليمان، رفيق رنګونواله او شازيه سيد شامل وٶ دغسې د فشريز څانګې نمائندګي اخلاق عابدي، ظفر کنډي، علي ريميو او سهيل فردوس وكړه۔ د داروګانو څانګې په پلاوي كښې زاهد سيد، جواد امين خان، ياسين ملك، هارون قاسم، سيد فاروق بخاري، سهېل متين، عبدالحسيب خان او ډاکټر سعديه شامل وو۔ په دې موقع د سندھ صوبائي اسمبلۍ غړي فردوس شميم نقوي، حليم عادل شېخ او خرم شير زمان هم موجود وٶ۔ وزيراعظم ووئيل د زراعت څانګې پرمختګ لپاره ټاسك فورس هېواد كښې زرعي انقلاب لپاره جامع اقدامات كوي۔ ده ووئيل د فشريز پحقله مونږ چين سره لوظنامه كوو دغسې چې جديدې طريقې كارولو سره د فشريز صنعت ته وده وركولو سره هېواد كښې د فشريز صنعت قوي شي٬ ده ووئېل زمونږ مقصد ستاسو مسئلې لرې كول دي
متعلقہ مضامین
-
Markets to shut at 8:30pm
-
AJK President seeks Ireland’s significant role in settlement of Kashmir issue
-
South Africa president lashes ‘dirty tricks’ in burglary scandal
-
EPA serves notices to vehicle service stations
-
Indian atrocities can’t suppress Kashmiris’ freedom sentiment: APHC
-
Key witness against PM Maqsood ‘Chaprasi’ dies
-
Economic survey endorses PTI’s performance: Imran
-
KP governor summons PA budget session on June 13
-
APML rebuts reports of Pervez Musharraf’s death
-
Pakistan needs to enhance PPPs for strengthening national security: experts
-
Pakistan develops new soybean line to reduce imports
-
Kuda Technologies, Fatima Group, City School join hands for financial inclusion