اسلام آباد ۔ 10 اکتوبر (اے پی پی) مسلم ليګ (ن) قومي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف په نيولو د احتجاج حكمت عملي جوړه كړه۔ د مسلم ليګ (ن) غړي به نن پارلېمنټ هاؤس ته د ننوتو اولنۍ لارې نه بهر جمع كېږي۔ د ذريعو ترمخه مسلم ليګ (ن) په دې لړ كښې د پيپلز ګوند مشر لارښود سيد خورشيد شاه سره رابطه كړې دې او ده ته ئې هم هم احتجاج كښې د ګډون كولو بلنه وركړې ده۔ بياهم د ذريعو ترمخه سيد خورشيد شاه خپلې مشرتابه سره مشورې نه وروستو كومې پرېكړې ته د رسېدو باور وركړې دې۔ دې نه وړاندې د شهباز شريف نيول كېدو نه سمدستي وروستو د مسلم ليګ (ن) لارښودو سردار اياز صادق او نورو غړو د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره دده په استوګنه د قومي اسمبلۍ د غونډې ريكوزېشن جمع كړې وو او دائې ورته هم وئيلي وو چې غونډه رابللو كښې دې د قواعدو ترمخه دې د 14 ورځو انتظار ونكړې شي ولې چې د مخالفې ډلې مشر نيولو معامله يوه مهمه معامله ده مونږ ايوان كښې په دې بحث كول غواړو۔ د حكومتي ذريعو ترمخه د قومي اسمبلۍ غونډه په 17 اكتوبر د رابللو پرېكړه شوې وه۔ په دې مسلم ليګ (ن) د تحفظاتو څرګندونه كولو سره پرېكړه كړې ده چې مسلم لیګ (ن) او ددې اتحادي ګوندونه نن د زيارت په ورځ د پارلمېنټ هاؤس اولنۍ داخلي لارې نه بهر خپله غونډه كوي په كومه كښې به چې د پارلمان ددواړو ايوانونو كښې د مسلم ليګ (ن) او ددې د اتحادي ګوندونو غړي ګډون كوي
متعلقہ مضامین
-
Abandoning Afghanistan to be a grave mistake: governor
-
Khusro assures Coca-Cola company for support
-
Girls high school upgraded
-
Justice (r) Shamim in double jeopardy
-
In an illegal construction case, SHC summons DG SBCA
-
Pakistan declines US invitation to ‘Summit for Democracy’
-
Rear Admiral Mirza Foad Amin Baig assumes charge as DG PMSA
-
Bumper crops to bring billions of dollars in national kitty: Fakhar
-
Shafqat meets education minister of Maldives in Cairo
-
Walk held to commemorate ‘International Anti-Corruption Day’
-
Shaukat Tareen declared eligible for Senate polls
-
HHRD trains 24 officials on disaster risk management