اسلام آباد۔15فروری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئيلي دي چې د پاكستان او آئيوري كوسټ كاروباري شخصيات او سرمايه كار دې د يو بل تجربو څخه استفاده وكړي٬ د سي پېك منصوبې به نه يوازې پاكستان بلكې سيمې لپاره هم ګېم چېنجر ثابت شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د آئيوري كوسټ قومي اسمبلۍ صدر اداما بكټوګو په مشرۍ كښې 16كسيزه پارليماني پلاوي سره خبرو كښی وكړه كوم چې د شورؤ په ورځ په انټرنېشنل پارلېمنټیرینز کانګرېس کنفرنس هال كښې ده سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې چارو په شمول په دوه اړخيزه اړيكو ٬ تجارت او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو حوالې سره تفصيلي خبرې وشوې۔ د سېنېټ چیئرمېن صادق سنجرانی ووئيل پاكستان ائيوري كوسټ سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ملاقات كښی د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او سرمايه كارۍ ته په وده وركولو اتفاق وكړے شو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د دواړو هېوادونو كاروباري شخصيات او سرمايه كار د يو بل تجربو څخه بايد استفاده وكړي۔ ده ووئيل ګوادر معاشي حب دے او دې څخه د آئيوري كوسټ سرمايه كار بايد ګټه پورته كړي۔ ده ووئيل په ګوادر كښې انډسټري لګولو سره د آئيوري كوسټ سرمايه كار څيزونه نورو هېوادونو ته برآمد كولې شي۔ دغسې دوئي لپاره په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ نورې بلها موقعې شتون لري۔ دواړو اړخونو د معيشت ٬ تجارت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې وركولو عزم پخلې وكړو۔ چيئرمېن ووئيل چې د پارليماني پلاويو تبادلې سره اړيكې ٬ تجارت او معيشت لا پياوړې كېدې شي
متعلقہ مضامین
-
IK-led regime making revolutionary progress, prosperity: AJK PM
-
No match of PM’s public-centric priorities with PMLN leadership’s preferences: Gill
-
11-year-old Pakistani writer publishes six books on Amazon
-
Youth’s needs to be mainstreamed in climate process: Amin
-
Fire erupts in Karachi godown
-
Wheat-chickpea intercropping launched in Bahawalpur
-
Technology solutions key to cope environmental degradation: Zartaj
-
Sindh CM orders arrest of lawyer’s killers
-
26.7m people to be vaccinated till Dec 31: Yasmin
-
Healthy competition is useful for all
-
Youth with morals of discipline, humanity to outshine Pakistan in world: President
-
Crackdown on beggars intensified across Punjab