اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د صحت لنډمهاله وفاقي وزير ډاکټر نديم جان وئيلي دي چې پاکستان د پوليو سرويلنس حساس ترين نظام لري ٬ پوليو پروګرام په هېواد كښې هر ځائ د وائرس مخنيوي لپاره چمتو دے ٬ د پاکستان پوليو پروګرام له مخې د صحت قامي اداره كښې جوړ د پاكستان پوليو لېب كوم چې د صحت د نړيوالې ادارې ريجنل ريفرنس لېب هم دے له مخې د پېنډۍ په صفدر آباد سيمه كښې په لسم اګست اخستې شوې ماحولياتي نمونو كښې پوليو وائرس موجود دي كوم چې په جنياتي توګه په افغانستان كښې موجود وائرس سره تړون لري٬ سږ كال دا پېنډۍ څخه دوېمه مثبت ماحولياتي نمونه ده د دې نه وړاندې په جولائي كښې سرائے كله څخه اخستې شوې نمونو كښې وائرس موندلے شوے وو او ھغه هم په جنياتي توګه د افغانستان وائرس سره تړون لرلو۔ ډاکټر نديم جان ووئيل په ماحول كښې د پوليو وائرس موجودګي د تشويش وړ ده ځكه چې وائرس كوچنيانو لپاره خطر دے۔ ده ووئيل كوچنيان د معذورۍ نه ساتلو لپاره موثره طريقه واكسين دے٬ مور پلار دې دا خبره باوري كري چې د دوي ماشومانو ته د پوليو واكسين يو شمېر خوراك ترلاسه شي دغسې چې د پوليو وائرس څخه د دوي تحفظ وشي۔ په دې موقع د نېشنل اېمرجنسي اپرېشنز سنټر کوآرډينيټر ډاکټر شهزاد بېك هم موجود ٶ۔
متعلقہ مضامین
-
الېكشن كمېشن د ضمني ټاكنو 35 حلقو لپاره 5 خاص صنفي شكايات ډېسك جوړ كړي
-
د لياقت علي خان د وضع كړې روښانه لارې او د ھغه د خپلو كړو اصولو په سختۍ سره پېروي پكار ده ۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي
-
اسد قېصر سره د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيكر مشتاق غني وليدل
-
مسلم لیګ (ن) د ضياﺀ الحق پېداوار دے۔ د كال 1981ء څخه تر 1985ء هغه سياسي فلسفه مخ په وړاندې روانه وساتلې شوه كومه چې د ذوالفقار علي بھټو د سولۍ كولو څخه پېل شوې وه
-
د پاكستان بيت المال نوي منېجنګ ډائرېكټر عون عباس ببي خپلې ذمه وارې پغاړه واخستې
-
د ټاكنو كمېسون د قامي اسمبلۍ ضمني ټاكنو كښې د كاميابو 7 كانديدانو د كاميابۍ اعلاميه جاري كړه
-
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وفاقي كابينې د اېل اېن جي درآمد او د اېل اېن جي ټرمينل په لوظ نامو د نظرثانۍ كولو لپاره اړوندو ډلو سره بيا د سره د خبرو اترو كولو پشمول د مهمو پريكړو منظوري وركړه
-
د پاكستان هائي كمشنر ډاكټر شاهد حشمت د سري لنكا د سائنس او ټېكنالوجي وزير ډاكټر سارت امونوګاما سره وليدل
-
د اسلام آباد پشمول د هېواد په بيلو برخو كښې د زلزلې جهړقونه محسوس شول
-
’’نیا پاکستان ھاؤسنګ پروګرام‘‘ د بې وزله او كم آمدن لرونكو لپاره د استوګنې په زړه پورې منصوبه ده
-
د پاكستان لخوا د سعودي عربستان شاه سلمان بن عبد العزيز او ترك اولسمشر اردوان ترمينځه رابطو ته هركلې
-
وزیراعظم عمران خان په 2 ورځنۍ سرکاری دوره سعودی عرب ته لاړ