کراچۍ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی) كراچۍ كښې اېن اے 247 او پي اېس 111 كښې د ضمني ټاكنو عمل بشپړ شو۔ د ووټونو شمېره روانه ده۔ پولنګ سحر 8 بجې پېل شو او د ماښام تر 5 بجو د كومې دمې نه ځانله جاري وو۔ د پولنګ عمل په سولييز ډول ترسره شوې۔ بياهم د ټول ټاكنو په مقابله كښې په ضمني ټاكنو كښې ټرن آؤټ ډېر كم ولېدلې شو۔ ماښام 5 بجې د پولنګ وخت ختمېدو سره د پولنګ سټېشن ټولې دروازې بندې كړې شوې او كوم ووټران چې د پولنګ سټېشن په حدودو كښې وو دوئي ته د ووټ كارولو اجازه وركړې شوه۔ د پولنګ په ورځ امنيت ټينګ كړې شوې وو۔ پوځ ٬ رېنجرز او پوليس اهلكارو امنيتي انتظامات په خپل لاس كښې اخستې وو۔ دغسې پولنګ اهلكار د پولنګ سټېشن دننه او بهر هم په ځائې كړې شوې وو۔ د ووټنګ په عمل كښې مېرمنو او مشرانو هم برخه واخسته۔ د قومي اسمبلۍ د دې حلقې اېن اے 247 چوكۍ د پاكستان اولس مشر ډاكټر عارف علوي خالي كړې وه۔ په كومه چې د پي ټي آئي لخوا كانديد آفتاب صدیقی دے۔ دا تحريك انصاف لپاره ډېره مهمه چوكۍ ده۔ د سندھ اسمبلۍ په حلقه پي اېس 111 كښې د ټول ټاكنو په لړ كښې د پولنګ عمل په سوليز ډول ترسره كړی شو۔ په دې حلقه كښې د پيپلز ګوند ٬ تحريك انصاف ٬ اېم كيو اېم او د تحريك لبیک پاکستان نه غېر د كوم هم ګوند يا آزاد كانديد لخوا منډې ترړې په نظر رانغلې۔ يوازې د اېم کیو اېم ، پیپلز ګوند٬ تحریک انصاف او تحریک لبیک پاکستان كېمپونه په نظر راغلل۔ د ووټرانو ټرن آؤټ ډېر كم وو
متعلقہ مضامین
-
Pakistan’s exports to China surged by 69% in year 2021
-
Prime Housing Society launched for PR employees
-
Global pandemic hits world economies, Pakistan no exception: PM
-
AJK PM seeks report on closure of highways
-
Sindh govt improving road network, basic amenities: Wahab
-
NAB briefed PAC about total recovery
-
Opposition digs its heels in on March 23 long march
-
PM launches Naya Pakistan sehat card
-
Tarin hints at no decline in prices, for now
-
Opposition is an ‘organised mafia’
-
Church leaders slam ‘systemic discrimination’ against Christians
-
PM seeks report on violence of Sindh police against MQM-P protestors