اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دې وزیراعظم عمران خان ښكاره وئېلي دي كه مخالفه ډله چغې سورې وهي يا ژړا كوي ٬ واك آٶټ كوي يا څه بل څه ٬ اوس د احتساب عمل اودرېدونكې نه دے٬ د مخالفې ډلې نامه كله نه ده اخستې شوې خو چې د غلو او ډاكوانو په ضد د كاروائۍ خبره كوٶ نو د دوي مخونه زيړ اوتښتې ٬٬ د جمهوريه په شا د مخالفې ډلې غېر جمهوري رويه خپله كړې٬ څو خاص سناتوران دا ګڼي چې په پوځ د تنقيد نامه جمهوريت دے خو حقيقت داسې نه دے ٬ مونږ به د شهيدانو سپكاوې په هېڅ ډول برداشت نه كړو٬ د ادارو سپكاوي سره مخ په وړاندې نشو تللې ٬ په آئين كښې درج دي چې آئين ٬ پوځ او د عدليه سپكاوې نشي كېدې٬ د شهباز شريف په ضد كېس د نواز شريف په حكومت كښې جوړ شوې٬ د ھغه ګرفتارۍ سره د حكومت هېڅ تعلق نشته ۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره وكړې۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل كله نه چې وزيراعظم عمران خان اعلان كړې چې د غلو او ډاكوانو به احتساب كېږي نو قدرت هم په پاكستان مهربانه شوې٬ باران سره موسم بدلېږي او ښه موسم پاكستان ته راځي۔وفاقي وزیر ووئيل نن هم مونږ په سېنېټ كښې د مخالفې ډلې د غړو ټولې وېناګانې اورېدلي خو ھغوي دا حوصله نه لري چې زمونږ ځواب واوري ٬ مخالفه ډله د بهانو كولو سره سره واك آٶټ كوي٬ ده ووئېل د مخالفې ډلې رويه جمهوري نه ده٬ د جمهوريت په شا پټېږي٬ يو سناتور چې خبره كوي نو د صوبېدار ٬ حوالدار او د لائنس نائيك نه ئې پېل كوي ٬ په اصليت كښې ھغه د پوځ سپكاوې كوي٬ زه د شهيدانو د ښار سره تعلق لرم ٬ ده ووئېل د جهلم يوه سيمه داسې نشته چرته چې شهيدان او غازيان نه وي ٬ مونږ دلته د سپكاوي خبرو اورېدو له نه يو راغلې٬ وفاقې وزير ووئېل مونږ به د ھغه خلقو چې په شپو او سختو موسمونو كښې د پاكستان په پولو خپل ځانونه قربانوي په ضد او د ادارو د سپكاوي خبرې به هېچرې وانه ورو٬ په آئين كښې درج دي چې آئين ٬ پوځ او د عدليه سپكاوې نه شي كېدې خو په سېنېټ كښې يو څو سناتورانو دا رويه خپله كړې د اطلاعات وزير ووئېل د اچکزئۍ ګوند په بلوچستان كښې دا ډول حكومت كړې چې په فوځ د تنقيد نامه ئې جمهورت ګرځولې ٫په يو ذمه وار حكومت كښې داسې نه كېږي ۔ده ووئيل وزيراعظم تېره ورځ څه خبره كړی په كوم چې اپوزېشن غصه شوې٬عمران خان خو يوازې دا وئېلي چې چا هېواد جوړ كړی د هغوي به احتساب كېږي٬
متعلقہ مضامین
-
Covid-19 claims 13 lives; infects 363 more people
-
Mir Shakeel, others submit comments on show-cause notices
-
Police finds half-burnt infant in Karachi’s Gulshan-e-Hadeed
-
SARON body expresses concern over recruitment of non-locals
-
Rs 29m distributed for 15 local schemes
-
The City School opens debating championship
-
Pakistan bans entry from 7 countries over Omicron fears
-
Pakistan slams RSS chief’s remarks about Partition
-
Dengue takes four more lives in Punjab
-
PM Khan to inaugurate Al-Qadir University in Sohawa tomorrow
-
China, Pakistan academic forum held for scientific and economic cooperation
-
APHC expresses concern over detainees’ plight in IIOJK jails