کراچۍ 13 جنوري (اے پي پي) کراچۍ كښې د پاكستان د وړومبني الېكټرك بس سروس د اطلاعات٬ د ټرانسپورټ او ماس ټرانزټ وزير شرجيل انعام مېمن ٬ د بلديات وزير سيد ناصر حسېن شاہ او د محنت وزير سعيد غني سره پرانسته كړې۔ د جاري اعلاميې له مخئ په دې موقع د سندھ اسمبلۍ غړے ګھنور خان اسران، د ټرانسپورټ سېكرټري عبدالحليم شېخ د پي ډي اېن آر ټي سي صهيب شفيق او نور هم موجود وو۔ په دې موقع صوبائي وزير په الېكټرك بس سروس كښې د سهولتونو جاج واخست او په بس كښې ئې سفر هم وكړو۔ په دې موقع صوبائي وزير شرجیل انعام مېمن ميډيا ته ووئيل د پاكستان د وړومبني الېكټرك بس سروس پېل نن كراچۍ څخه كېږي٬ دا ماحول دوست الېكټرك بسونه دي كوم چې په چارجنګ چلېږي، د ارواپائي معيار دې بسونو څخه به آلودګي نه خپرېږي۔ ده ووئيل مونږ هڅه كوٶ چې د آلودګۍ خاتمې سره سره وګړو ته په كم نه كمه كرايه د سفر ښه سهولتونه وركړو۔ ده ووئيل بس سروس به د ټېنك چوك جناح ايونيو څخه ايئرپورټ٬ كورنګي روډ٬ خيابان اتحاد څخه كلاك ټاور او تر سي ويو چلېږي
متعلقہ مضامین
-
China ready to work for high quality CPEC development
-
MoU next week for export of onion to China
-
Nine injured in gas leakage blast during wedding in Attock
-
Kashmiri expatriates to get right to vote soon: AJK PM
-
Smoke Emitting Vehicles culprits for 45% pollution in Lahore: LHC
-
Pakistan wants economic partnerships, investment from US: Dr Moeed
-
Hydropower project of CPEC starts reservoir impoundment
-
PhD programme for special persons soon
-
IG directs zero tolerance for drug dealers
-
Demolition of Nasla Tower starts
-
SC orders demolition of Karachi’s Nasla Tower, seeks report by afternoon
-
Growing foreign debt a ‘national security issue’