اسلام آباد 17 اپریل (اے پي پي) د قومي اقتصادي كونسل انتظامي كمېټې ﴿اېكنك﴾ د 4 كهربه 74 اربه روپې په لګښت د ديامر بهاشا بند پروژې او د كم او زيات 18 اربه 35 كروړه روپو په لګښت د رېلوے د لوهرا- ملتان- خانيوال-شاهدره باغ د ريلوے سګنلز د بدلولو منظوري وركړې۔ د قومي اقتصادي كونسل د انتظامي كمېټې ﴿اېكنك﴾ غونډه د نهې په ورځ د وزيراعظم شاهد خاقان په مشرې كښې د وزيراعظم په دفتر كښې وشوه په كومه كښې چې د 474000 مليونه روپو په لګښت د ديامر بهاشا بند پروژې﴿يوازې د بند جز﴾ منظوري وركړې شوه۔ د بند د ذخيرې ګنجائش به 6.4 ملين اېكړه فټه وي او دا به د 4500 مېګاواټه د برېښنا استعداد ولري۔ د ترسره كېدو نه پس دې پروژې سره د پاكستان د اوبو د قومي ذخيزې ګنجائش د 38 نه زياتېدو سره 45 ورځې شي او ورسره به د تربېلا بند پشمول د ډاؤن سټريم ذخيرې موده هم زياته شي۔ اېكنك د 2998.10 مليونه روپو په لګښت د ګوادر- لسبېله د روزګار معاونت په پروژه د نظرثانې منظوري هم وركړه۔ د دې پروژې مقصد د بلوچستان په دوه ضلعو ګوادر او لسبېله كښې غربت كمول دي۔ دا د كميونټي ډويلپمنټ٬ ماهيانو د كاروبار٬ د كلي د بنيادي ډهانچې د بهترې پشمول د يو شمېر مهمو اقداماتو پروژه ده۔ په غونډه كښې د 4231.83 مليونه روپو د مجموعي لګښت تريمو جهنګ سره نزدې د 1320 مېګاواټه د آر اېل اېن جي پاور پلانټ څخه د برېښنا د ترسيل هم منظوري وركړې شوه۔ د 4711.981 مليونه روپو په لګښت سره د انصاف ته د رسنې پروګرام له مخې د وفاقي پروګرام د نظرثانې منظوري هم وركړې شوه۔ اېكنك د 18346.60 مليونه روپو په لګښت د پاكستان رېلوېز د لوهرا- ملتان- خانيوال-شاهدره باغ د ريلوے سګنلز د بدلولو منظوري هم وركړه۔
متعلقہ مضامین
-
Loadshedding back with a vengeance: Shehbaz
-
Indian intelligence agency involved in Johar Town blast, says Moeed Yusuf
-
Fawad hopes PML-N leadership enjoyed good tourist spots in Swat
-
Covid-19 outbreak affected efforts of polio eradication in 2020 — Unicef report
-
PM urges world to mobilise institutions against India’s rogue behaviour
-
Nation praised PM Khan’s struggle for Kashmir cause: Federal Ministers
-
No Honour In Killing…!
-
SHC summons director NAB Sukkur in bail hearing of Khursheed Shah
-
Martyrdom anniversary of Kargil War Hero Capt Karnal Sher Khan observed
-
Court endorses NAB’s decision for freezing accused assets
-
Pakistan hopes to imitate China’s remarkable achievements on national development: PM
-
NAB files reference against eight in Gwadar land scam