اسلام آباد 19 اپریل (اے پی پی) سعودی عربستان كښې د جدې ٬ مکې ٬ مدینې او جوړيدونكې شاہ خالد اقتصادی ښار ترمينځه جدیدې اسانۍ لرونكې حرمېن ایکسپرېس ټرین پروژه به سږ كال آپرېشنل شي۔ د سعودی د ټرانسپورټ وزارت وياند بغدادي د ایسوسی ایټډ پرېس آف پاکستان’’اے پی پی‘‘ ايم ډي مسعود ملك په مشرۍ كښې د پاکستان میډیا پلاوي ته بریفنګ كښې ووئيل د ټرین څخه به د نورو مسافرو سره سره ګڼ حج كوونكې هم مستفید كېږي،ټرین سره به د جدې او مدینې هوائي ميدانونه او ځائې میټرو سټېشنې هم وتړلې شي چې ورسره به هېواد كښې سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي، په دې كښې به ایګزیکټو او اکانومی کلاس اسانۍ هم وي چې پكښې به جدید کچن٬ وائے فائے او ټی وی شامل وي۔ هغه ووئيل دا ټرین به څه موده پس د سعودی عربستان نورو سيمو كښې هم آپريېشنل شي۔ هغه ووئيل نوې ټرین سروس به جدید امنيتي انتظامات هم لري دغسې چې د مسافرو حفاظت باورې كړې شي۔وياند ووئيل ټولو سټېشنو جوړولو كښې نړيوال معیار ترنظره ساتلې شوي۔ جدید ترین ډیجیټل سکینګ ٬ د ټكټنګ او انفارمېشن سسټم به د مسافرو اسانيو لپاره موجود وي۔ د پاکستان د میډیا پلاوي د دې جدید پروژې څارنه هم وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Covid-19 cases again ‘going up’ in Pakistan
-
Indian Ocean region witnessing geopolitical changes; adds to responsibilities of Pakistan Navy: Naval Chief
-
Bostan-Kolpur shuttle train launched to boost tourism
-
BilAWAl will get nothing from US visit: Shahbaz Gill
-
PM’s blue-eyed gets CDA top slot for 11th time — this time permanent
-
Over 16.7 million Covid doses administered as NCOC issues Eid-ul-Azha SOPs
-
45 killed in Philippine military plane crash
-
IG Punjab connects with citizens via live Facebook session
-
SC remands matter of regularization of 67 lecturers of grade-17 to PHC
-
All govt employees to be paid July salary before Eid ul Adha
-
First locally-produced E-bike launched by PM Imran Khan
-
Sexual assault case: court confirms interim bail of Mufti Azizur Rehman’s sons