اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د پاكستان او هند اړيكې د تعطل ښكار وې او دې ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مسئلو هواري لپاره مذاكرات يوازنۍ لاره ده ٬ وزیراعظم واضحه كړې چې هند يو قدم راوړندې كېږي نو دوه قدمه به اخلو ٬ چړچقې په يو لاس نه شي وهلې كېدلې ٬ كشمير بنيادي كشاله ده او وي به ٬ په نريواله توګه د پاكستان ښه ترجماني كوٶ٬ د پاكستان ټولې ادارې يو موټے دي ٬ افغانستان كښې امن او استحکام د پاکستان او منطقې په ګټه دې٬ پاکستان به د اېف اے ټي اېف د ګرے لسټ نه ويستلو لپاره ټولې ممكنه هڅې كوٶ٬ مونږ دا نه غواړو چې پاکستان په بلیك لسټ كښې شامل كړې شي٬ د وزیراعظم عمران خان او د امریکې د خارجه وزير مائیك پومپیو تر مېنځه د ټېلي فوني تماس پحقله د امريكې د خارجه دفتر بيان د حقيقت نه لرې دے٬ خارجه پاليسي به په فرنټ او د پاكستان رويه به د معذرت نه وي٬ مونږ به د خپلو مفاداتو تحفظ كوٶ٬ سيمه ايز امن د پاكستان د خارجه پاليسۍ په ترجيحاتو كښې شامل دے۔ د جمعې په ورځ خارجه دفتر كښې د د وزیر اعظم عمران خان د هېواد د پاليسۍ پحقله د بريفنګ اخستو نه پس خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې خارجه وزير ووئيل وزیراعظم دا خواهش لري چې د هېواد د خارجه پاليسۍ پحقله عمومي جاج وړاندې كړې شي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل پرمختګ لپاره امن او استحكام ډېر ضروري دے٬ ۔ ده ووئيل پاکستان ایران سوله ايز او مسحتكم پوله غواړي۔ ده ووئيل د ايران خارجه وزير هم پاكستان ته راتلل غواړي او ھغه به د 30 نه تر 31 اګست پاكستان ته راځي او مونږ به ئې تود هركلے كوو
متعلقہ مضامین
-
President Alvi calls joint session of Parliament on Nov 11
-
Islamabad reports surge in dengue virus cases
-
PTI govt determined to giving voting rights to expats : Fawad
-
Fertilizers industry sold highest amount of urea ever in a decade in Pakistan
-
KP to operate underutilised health facilities under PPP
-
PM’s smart lockdown strategy saved economy: Alvi
-
No increase in gas prices since 2019: Senate told
-
Admin sets up DC counters to provide relief to citizens
-
UNHCR, China donate neonatal intensive care unit for newborns
-
Syrian migrant found dead on Poland Belarus border
-
Sania starts tour of 30 cities to register retailers in Ehsaas Rashan Riayat
-
Punjab records 277 new dengue fever cases, 4 deaths