اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي) د ټاكنو كمېسون د قامي اسمبلۍ په ضمني ټاكنو كښې د كاميابو 7 كانديدانو د كاميابۍ اعلاميه جاري كړې ده ۔ د پخوانې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي پشمول د څلورو كاندېدانو اعلاميه نه ده جاري كړې شوې۔ د زيارت په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخي د قامي اسمبلۍ په حلقه اېن اے 35 د زاهد اكرم دراني ٬ اېن اے 56 څخه د ملك سهېل خان ٬ اېن اے 65 څخه د چوهدري سالك حسېن ٬ اېن اے 69 څخه د چوهدري مونس الهي ٬ اېن اے 60 څخه د شېخ راشد شفيق٬ اېن اے 131 څخه د خواجه سعد رفيق او اېن اے 237 كراچۍ څخه عالمګير خان كامياب ګرځولې شوې۔ دغسې اېن اے 53 اسلام آباد څخه د علي نواز اعوان ٬ اېن اے 63 ټېكسلا څخه د منصور حيات خان٬ اېن اے 103 فېصل آباد څخه د علي ګوهر او اېن اے 124 څخه د شاهد خاقان عباسي لخوا د انتخابي خرڅونو تفصيلات په نه جمع كولو د دوي د كاميابۍ اعلاميه نه ده جاري شوې
متعلقہ مضامین
-
Expats are asset of the nation: governor
-
IHC rejects plea seeking disqualification of PM
-
Cabinet decides to move LHC for Shehbaz’s disqualification
-
NETP to emerge as important player: Shibli
-
State to pursue Islamabad couple harassment case
-
Governor, CM discuss Punjab uplift projects
-
State to pursue Islamabad couple harassment case
-
ICT LG Ordinance 2021 laid in NA
-
Poor global ranking of Pakistani passport
-
Shehbaz expresses condolences to Sanjrani over death of his brother
-
Jan 13 ‘darkest day’ in Pakistan’s history
-
Kashmiris to observe Indian Republic Day as Black Day on Jan 26