اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قریشی د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كولو سره وئيلي دي پاکستان به سيمه كښې د پائېداره امن او استحکام لپاره د افغانستان سره كار روان ساتي، د سيمې امن او اقتصادی پرمختګ افغانستان كښې د امن او استحکام سره تړلې دې، افغانستان كښې پارلماني ټاكنې هېواد كښې د جمهوریت استحکام له مهمې دې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير دا خبرې د جمعې په ورځ خپل افغان خپل همڅنګ صلاح الدین ربانی سره د تيلي فوني تماس نيولو په مهال كړې۔ خارجه وزير تيره ورځ قندھار كښې د ترهه ګرۍ په بريد كښې د والي ، پولیس او استخباراتي مشر پشمول د افغانستان سنيئر لارښود په مرګ غمرازي ښكاره كړې ده ۔ خارجه وزير د ترهه ګرۍ په بريد كښې په حق رسيدليو بخښنې له دعا وكړه او د هغوي د كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔شاہ محمود قریشی ووئيل پاکستان د خپلو افغان ورڼو او خوئېندو سره اوږه په اوږه ولاړ دے او د هغوي په غم كښې برابر شريك دے۔ خارجه وزير قریشی ووئيل د سيمې امن او اقتصادی پرمختګ افغانستان كښې د امن او استحکام سره تړلې دے، افغانستان كښې پارلماني ټاكنې هېواد كښې د جمهوریت استحکام له مهمې دې۔شاہ محمود قریشی هيله څرګنده كړه چې افغانستان كښې پارلمانی ټاكنې به پھ امناكه چاپيرچل كښې اوشي۔ ده افغان خپل همڅنګ له جمهوری عمل لپاره د پاکستان د اړخه د بشپړه ملاتړ باور وركړو۔ د افغانستان خارجه وزير د خپل هم څنګ پارلمانی ټاكنو كښې پھ مرسته كولو د پاکستان مننه وكړه او امناكه ټاكنو له ئې پاكستانې هم څنګ افغان حکومت ته د پېښو ستونزو نه خبر کړو۔هغه هيله څرګنده كړه چې دواړه هېوادونه به افغانستان كښې د څو لسيزو راهسې روان جنګ ختمولو او امن له په ګډه كار روان وساتي
متعلقہ مضامین
-
Parents’ Day at Cadet College Petaro
-
Fawad given briefing on BOI performance
-
Indian forces martyr three more youth in IIOJK
-
‘Mini-budget’ at a glance
-
Pakistan, China vow to tap full potential of Gwadar port, free zone under CPEC
-
FIA detains four human traffickers from Peshawar
-
45 journalists killed in 2021: media watchdog
-
IGP holds open court
-
‘Don’t shoot the messenger’: AEMEND urges IHC to reconsider contempt charges against journalists
-
PNS TABUK visits Oman during overseas deployment
-
KP CM inaugurates Khpal Kor Village in Swat
-
Another 62 Omicron cases reported in Lahore