اسلام آباد 03 جنوری (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي چې د پاكستان او بحرېن ترمېنځه تاريخي٬ كلتوري٬ سماجي او پارلماني روابط په اقتصادي كچه د مستحكم كولو ضرورت دے۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن دا خبرې د زيارت په ورځ د پارلمان په ودانې كښې د بحرېن سفير محمد ابراهيم محمد سره د ملاقات په مهال وكړې۔ د سېنېټ چيئرمېن د بحرېن مشرتابه ته په ټاكنو كولو مباركي وركړه او وړومبې مېرمن سپيكرې فوزيه عبدالله يوسف ته ئې هم د سپېكرې په حېث په ټاكل كېدو مباركي وركړه۔ ده ووئيل چې د اسلامي امت ستونزې حل كولو لپاره ضروري ده چې مونږ يو موټې شو او د پارلماني سفارتكارې د لارې ستونزې حل كړو او د قومونو ترمېنځه د اړيكو ودې لپاره هڅې زياتې كړو۔ ده ووئيل چې پاكستان بحرېن سره تجارتي او اقتصادي مرسته زياتول غواړي۔ د دې څخه وړاندې د پارلمان په ودانې كښې د اردن سفير مېجر جنرال ﴿ر﴾ ابراهيم يالي سره په ملاقات كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې امت ته د ورپېښو ستونزو حل لپاره د شريكې حكمت عملې ضرورت دے او پاكستان او اردن ته به ګڼ اړخيزه مرسته زياتولو لپاره هڅې كول وي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د پاكستان او اردن ترمېنځه د دوه ا ړخيزه اړيكو زياتولو ضرورت دے۔ ده په پارلماني كچه د پلاوو په تبادله كښې د اضافې كولو خواهش هم څرګند كړو۔
متعلقہ مضامین
-
Two notorious drug dealers held with 56 kg Hashish
-
17 mini petrol pumps sealed in Gujranwala over illegal sale
-
Pak-Afghan border still closed two days after clash
-
PM to address nation today evening: Fawad
-
Pakistan reopens Chaman border days after deadly clash
-
Pakistan sees major drop in daily COVID-19 cases, death count
-
FBR collects Rs3799 bln taxes in 8 months: Farrukh
-
100,000 digital franchise post offices to be established: minister
-
Punjab cabinet approves amend to Civil Servants Act-1974
-
Drone camera hits Asifa Bhutto on face
-
FUI Teams attends opening ceremony of Kamyab Jawan Sports Gala
-
IHRA continues inspections of healthcare establishments