اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي)د پېټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان سره د ايګزون موبل سي اي او ارتضٰی سيد ليدلې دي٬په دې مهال په انډس جي بلاك د كار رفتار په اړه خبرې اترې وشوې۔د ملاقات په مهال وفاقي وزير ووئيل 2019 به زمونږ د ټولو لپاره ښه كار وګرځي٬ايګزون موبل د كوهانو كنېښستلو عمل پېل كړی۔د دې كوهي قطر 18 نه تر 24 انچه دے او د دې ژور والې 1900 ميټره دے۔دې بلاك څخه به مارچ نه تر اپرېل وړومبې زېرې راشي۔په دې 24 ساعته ډرلنګ روان دے٬ايګزون موبل ټارګټ ژور والې 5500 فټ ښودلې۔ ده ووئېل مارچ كښې به ايګزون موبل د نمونو لپاره هوسټن ته لېږي او دغسې اي اېن آئي نمونو لپاره به ملان ته لېږلې شي٬اپرېل نه تر مئي به يوه ښه اندازه اولګي چې په كوهانو كښې ګاز شته يا تيل۔ ده ووئېل په پاكستان كښې د پیداوار كمپنۍ د نړيوالو شراكتدارو سره په ګډه په دې آفشور بلاك كار كوي٬اي اېن آئي د دې آپرېټر ده كومه چې يوه اتلوي كمپني ده او په پاكستان كښې 2000 راهيسې كار كوي٬ ده ووئېل په دې پروژه اي اېن آئي٬ايګزون موبل٬ پي پي اېل او او جي ډي سي اېل شراكتداري ده۔ايګزون موبل او اي اېن آئي شراكتدارۍ سره آفشورډ ډرلنګ پېل كړی٬په دې به 75 ملينه ډالره خرڅ راځي۔ ده ووئېل دا مهال 225 كسان كار كوي٬د ايكسپلورېشن نه پس به په دې ځاې د روزګار ښه موقعې ترلاسه شي۔كه د دلته څخه كاميابي ترلاسه شي نو پاكستان به تر راروانو 25 نه تر 30 كالو دا پانګې استعمالوي۔غلام سرور خان ايګزون موبل له د آنشور ايكسفلورېشن لپاره هم بلنه وركړه۔ده ووئيل مونږ به د نړيوالو سرمايه كارو هر ډول مرسته كوو٬په دې لړ كښې به د بهر هېواد څخه په راغوښتونكو الاتو ټېكسونو او ډيوټي كښې رع
متعلقہ مضامین
-
Ehsas Ration Concession Program starts at utility stores
-
Japanese embassy, IPRI hold webinar on ‘Afghanistan and South Asia’
-
Are the odds in favour of Russia?
-
Over 700 artworks to be displayed at Art Bazaar
-
Pakistan needs more graduates in IT sector: President Dr. Arif Alvi
-
PAF-USAF exercise comes to an end
-
Changing mindsets vital to achieve gender equality: Chairperson NCRC
-
Faisal terms Australian tour, revival of full scaled int’l cricket in Pakistan
-
Elahi asks PM to be cautious of his advisers
-
IHC gives Rana Shamim last chance to submit affidavit
-
Zardari, Shehbaz trying to blackmail govt to save looted money: Farrukh
-
CCP organizes seminar to mark International Women’s Day