اسلام آباد 22 جنوري(اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې بېلا بېلو ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو د ساهيوال پېښې په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلې دي د ځپلې كورنۍ ډاډ ګېرنه يوازې د انصاف وركړې د لارې ممكنه ده ٬ د پوليس لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزيو مانيټرنګ لپاره دې سېفټي كمېسون جوړ كړې شي٬ بلوچستان كښې په آر سي ډي هائي وے بس كښې د ژوندو سوځېدونكو كسانو د كورنيو دې هم مرسته وكړې شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ساهيوال په پېښه بحث كښې د اېم كيو اېم صابر حېسن قائم خاني ووئيل د ځپلې كورنۍ ډاډ ګېرنه يوازې د انصاف وركړې د لارې ممكنه ده ٬ د پوليس لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزيو مانيټرنګ لپاره دې سېفټي كمېسون جوړ كړې شي۔ ده ووئيل د پوليس يو عسكر هم ځان د قانون طابع نه ګڼي٬ د پوليس اصلاحاتو لپاره دې كمېټې جوړه كړې شي۔ د بلوچستان نیشنل ګوند حسن بلوچ د پېښې غندنه كولو سره وئيلي دې د مشرف په دور كښې نواب اكبر بګټي دا ډول شهيد كړې شوې او بلوچستان څخه اوس هم ډېر خلق بې دركه دي٬ پولیس د قانون طابع كولو لپاره دې پاليسۍ جوړې كړې شي۔۔ د پي ټي آئي عبدالشکور په بحث كښې ووئيل د پېښې په اړه د مخالفې ډلې تنقيد د زړه نه تسليموو هڅه دې وكړې شي چې دا ډول پېښه بيا رامخې ته نه شي۔ پیپلز ګوند غړې ناز بلوچ په بحث كښې ووئيل د كومو ماشومانو تحفظ چې د پوليس ذمه واري وه هم دغه ماشومان د پوليس له امله عدم تحفظ سره مخ دي۔
متعلقہ مضامین
-
New mechanisms introduced for effective monitoring at police stations
-
Social media accounts of Pakistan mission in Algeria hacked: FO
-
NCOC allows full capacity crowd for Pakistan-Australia series
-
Lahore Police spring plantation drive starts
-
Senate body passes SBP (Amendment) Bill, 2021
-
Over 1,000 Pakistanis evacuated from Ukraine
-
Complaints of overseas Pakistanis being resolved on priority: DC
-
Healthcare services quality in hospitals being monitored: minister
-
Pakistan, India vow to implement Indus Waters Treaty in true spirit
-
MQM-P apologises for May 12 tragedy ‘misjudgment’
-
Governor opens campaign for protection of children
-
Latest medical facilities for masses mission of govt: Nadeem Qureshi