اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر سره سعودی عربستان كښې د پاکستان سفیر راجه علی اعجاز د زيارت پھ ورځ ليدلې دي۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او سعودی ترمينځه په اړيكو او د شريكې خوښې پھ چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د قامی اسمبلۍ سپیکر په خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان د سعودی سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي، سعودی عرب تل په سخت وخت كښې د پاکستان ملګرتيا كړې، ده ووئېل د پاکستان او سعودی عرب اولس د يوې كورنۍ غوندې دي۔ اسد قیصر ووئيل د سعودی ولی عهد محمد بن سلمان د پاکستان دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحکمې شي ۔ د سعودی ولی عهد محمد بن سلمان کامیاب دورې سره به په پاکستان مثبت اثرات مرتب شي۔ اسد قیصر ووئيل د سعودی ولی عهد د اړخه د پاکستانو بنديوانو راخوشې كولو اعلان يو تاریخی قدم دے۔ د قامی اسمبلۍ سپیکر ووئيل سعودی كښې د مېشته پاکستانیانو دې په سفارتی كچه هر ډول مرسته وكړې شي، سعودی عرب كښې د پاکستان حقیقی تشخص رامخې ته كولو او سعودی سرمایه کار په پاکستان كښې سرمایه کارۍ له راغب كولو له د پاکستان سفارت کردار مهم دے۔ راجه علی اعجاز ووئيل د سعودی حکومت او اولس د پاکستان سره د ملګرتيا اړيكو ته د قدر په سترګه ګورې او د پاکستان سفارت دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو كښې كردار ترسره كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Ombudsman takes notice of people’s difficulties at Utility Stores
-
Punjab police chief takes notice of Gujranwala firing incident
-
PTI destroyed national institutions during their three-year tenure: Rana Tanveer
-
Railways retrieve 89 acres land from illegal occupants in Peshawar Division
-
18th Amendment restored true spirit of constitution
-
PM for exploring Pak-Bahrain ties in IT, manpower
-
Pakistan values its relationship with US: PM
-
AJK PM calls on IK at Banigala
-
Coca-Cola and Rizq work to create a hunger-free Pakistan
-
Pakistan wants to deepen relationship with US: PM
-
Ilhan Omar appreciates Imran Khan for his stance on Islamophobia
-
LHC orders AG to get instructions from Punjab governor tomorrow