لندن 19 جون (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي چې حکومت د سماجی او اقتصادی پرمختګ په ایجنډه عمل كوي، د بنیادی ډھانچې پرمختګ په اړه كوټلې اصلاحات كوو، د برتانيې سره دوه اړخيزه تجارتی او اقتصادی اړيكو ته پراختيا وركولو خوښي لرو۔ ده دا خبرې د شورو پھ ورځ لندن كښې د برتانيې د نړيوال پرمختګ وزیر روری اسټیورټ سره ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړي۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او برتانيې اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان برتانيې سره خپلې مهمې ګڼي، مونږ د برتانيې سره دوه اړخيزه تجارتی او اقتصادی اړيكو لا مستحکمولو خوښي لرو، زمونږ د حکومت سماجی او اقتصادی پرمختګ په ایجنډه عمل كوي ، مونږ د بنیادی ډھانچې پرمختګ (انفراسټرکچر ډویلپمنټ) په اړه كوټلې اصلاحات كوو۔ ده ووئيل د برتانيې ډیپارټمنټ فار انټرنېشنل ډویلپمنټ (ډی ایف آئی ډی) پاکستان كښې د صحت او تعلیم په څانګه كښې د قدر وړ خذمات ترسره كړي، مونږ غواړو چې دې مرستې ته لا وده وركړې شي۔ د برتانيې د نړيوال پرمختګ وزیر روری اسټیورټ خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قریشی له د شريكې خوښې په چارو كښې د هر ډول مرستې باور وركړو
متعلقہ مضامین
-
FrieslandCampina Engro Pakistan celebrates World Milk Day
-
Sheikh Rashid slams govt over hike in oil price
-
Soldier embraces martyrdom in N Waziristan terror attack
-
Youth, parliamentarians dialogue held
-
Four of a family killed in forest fire in Swat
-
PDMA forms 17 disaster risk reduction committees
-
Army assists civil admin to extinguish fire at Trail-3
-
Seven terrorists killed in two separate IBOs
-
Tree plantation must be made mandatory: Murtaza Wahab
-
Pakistan advocates resolution of conflicts through dialogue, peaceful means
-
IGP Sindh for strict security of cattle markets, traders, buyers
-
Posters appear to expose India’s designs in IIOJK