اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د كالعدم تحريك لبيك سره چارې ترسره شوي، د سعد رضوي پشمول 210 اېف آئي آر به د قانوني طريقه كار څخه تېرېږي، د ټي پي اېل په 733 كاركنانو كښې 699 خوشي كړے شوي، تحريك لبيك كالعدم ګرځېدو په ضد به په 30 ورځو كښې درخواست كولې شي، د برتانيې هائي كمشنر سره د ملاقات په مهال د نواز شريف په ډي پورټ كولو خبره شوې. ده دا خبرې د شورو په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل ټي اېل پي سياسي ګوند دے. په ټاكنو كښې ئې هم برخه اخستې. ده ووئيل داسې قانون راوړو چې كومه فرقه ونه چېړلې شي او خپله پرې نه ښودلې شي. په دې لړ كښې د كورنيو چارو وزارت يوه جامع پاليسي راوړي. ده ووئيل وزيراعظم په ناموس رسالت ﴿ص﴾ هره ورځ خبره كوي، په ټوله نړۍ كښې خبرونه چاپ كېږي. د ختم نبوت تر ټولو لوي سپاهي د كورنيو چارو وزير دے. ده ووئيل د كورنيو چارو وزارت كښې نن د سوشل مېډيا په اړه غونډه شوې. په سوشل مېډيا پوره سټډي كولې شي او په دې به وروستو خبره كولې شي. په هند كښې په يو وخت دوه دوه لكه خلق په سوشل مېډيا آن لائن وو. د كورنيو چارو وزير ووئيل فضل الرحمان ته داسې ښكاره شوې وه چې ګڼي يو ځل بيا ئې لاټري راوتلې. هغه وئيلي وو چې مړي اسلام آباد ته راوړې چې دې هم ورشي. نن چا هم د پي ډي اېم خبره ونه كړه. د كورنيو چارو وزير ووئيل د اپرېل په 20مه نېټه د 7 ساعته خبرو اترو نه پس ټي اېل پي سره معامللات ترسره شوي. د اپرېل په 20مه نېټه قرارداد وړاندې كولو لپاره خاص غونډه رابللې شوې. ده ووئيل ټي اېل پي له د كالعدم ګرځېدو په ضد په 30 ورځو كښې ځواب وركول دي، په دې به كمېټي جوړېږي كومه به چې د كېس پرېكړه كوي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د برتانيې هائي كمشنر سره ملاقات شوے او پكښې ده وئيلي دي چې نواز شريف عدالت ته مطلوب دے، هغه دې ډي پورټ كړے شي. وفاقي وزير ووئيل په ابصار عالم د ډزو پېښه خفګاني ده، په اطلاع ترلاسه كېدو مو د اسلام آباد آئي جي ته امر كړے ؤ. وفاقي وزير ووئيل د فېټف 24 نكات پوره كړے شوي ، 3 پاتې دي. د هند پشمول دښمن قوتونه پاكستان بېرته د اېف اے ټي اېف په بلېك لسټ كښې اچول غواړي كوم به چې په شريكه ناكامه سره مخ كولې شي
متعلقہ مضامین
-
PM Khan calls for ‘chemical castration’ of rapists
-
Army ready to deal with all types of challenges: COAS
-
NAB establishes own academy for training of officers
-
Sindh CDA decides to turn 220 islands into tourist spots
-
India has highest rate of bribery in Asia: Transparency International
-
Pakistan takes up visas issue with UAE
-
TikTok craze claims another life in Karachi
-
Shahid Afridi gives shut up call to Afghanistan player for misbehaving with Muhammd Amir
-
Ayaz, other PML-N leaders get bail extension in violent protest case
-
13 die, 17 injured as bus, van catch fire after collision
-
WHO to continue support Pakistan in fight against HIV
-
IG Punjab chairs a meeting on professional issues of Police National Volunteers