اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د اوبو حاجت تر سره كولو لپاره (كے فور)منصوبه په ټاكلې وخت بشپړولو له د هڅو تندولو سپارښتنې كولو سره وئېلي دي كراچۍ د اوبو كمي سره مخ ده٬د اوبو وركولو د منصوبې رفتار تندولو ته اړتيا ده٬اړوند شراكتدار دې په دې حقله په همغږۍ كار وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په كراچۍ كښې د اوبو وركولو منصوبې(كے فور)په حقله د بريفنګ غونډې مشرې كولو سره وكړه۔د واپډا چيئرمېن لېفټيننټ جنرل(ر)مزمل حسېن د منصوبې په حقله صدر مملكت له بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او د وفاقي حكومت اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔د واپډا چيئرمېن په كراچۍ كښې د اوبو په صورتحال او د سباؤن په حاجت بريفنګ وركړو چې تر جون 2021 به كنسلټنټس كار پېل كړي دغسې ډيزائن ريويو به تر اكتوبر 2021 بشپړه كړې شي۔ده ووئيل په منصوبه به كار په فروري 2022 كښې پېل كړے شي او دا به په اكتوبر 2023 كښې بشپړ شي۔اولس مشر واپډا ته سپارښتنه وكړه چې په كراچۍ كښې د اوبو حاجت تر سره كولو لپاره كے فور منصوبه به ټاكلي وخت بشپړولو لپاره دې هڅې تندې كړې شي۔ده ووئيل كراچۍ د اوبو د كمي سره مخ ده٬دې لپاره په منصوبه د كار رفتار تندولو ته اړتيا ده۔صدر ووئيل وفاقي حكومت به د منصوبې بشپړولو لپاره د واپډا هر ممكن مرسته كوي
متعلقہ مضامین
-
National COVID positivity surges at 7.12 percent; 2,495 patients critical
-
Japan extends grant aid worth of Rs 1.54bn for Covid assistance program
-
PML-N ex-lawmaker Amjad Ali Javaid booked in corruption case
-
Maryam among top PML-N leaders booked for holding Lahore gathering
-
Commemorative Ceremony for APS Peshawar Terrorist Attack Victims held in Ankara
-
Top PM advisers Tahir Ashrafi and Sayed Zulfiqar Bukhari say the reports are “absolutely wrong,” “ridiculous”
-
Pakistan, UAE mull ways to boost bilateral trade
-
Divided India – United Indians
-
TME, PIA sign MoU for mutual cooperation
-
Former PML-N MNA Mudassar Nahra arrested
-
Acclaimed Italian Chef interacts with COTHM students in an online session
-
Fog disrupts air, rail traffic