اسلام آباد 07 اكتوبر (اے پي پي)د اوبو وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد احمد شاه وئېلي دي پاكستان د جنګونو او اختلافات متحكمل كېدے نه شي٬ قام له به يو كيدل وي٬څوك چې د پارليمان نه بهر لاره خپله كړی هغه د سياست څخه بهر شي٬د سيلاب په اړه په ايوان كښې تفصيلي خبرې كول پكار دي۔د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې ده ووئيل سيلاب چې كومه تباهي كړې په هغې په ايوان كښې بحث پكار دے٬په پاكستان او ګاونډي هېوادونو كښې چې كوم زيان شوے په تير وخت كښې د هغې مثال نه ترلاسه كېږي۔د موسميات محكمې د 30 نه تر 40 فيصد څخه زياتو بارانونو پيشنګوئي كړی وه٬ ده ووئېل نوشهره فيروز كښې 1780 ملي ميټر باران شوے٬اوسني سيلاب د پاكستان د معيشت بنيادي ډهانچه تهس نهس كړی۔د ماحولياتي بدلونونو څخه پاكستان ته د رسيدلي زيان اوس هم نړيواله ورورولي اعتراف نه كوي٬نن هم په سنده او بلوجستان كښې د 6 نه تر 8 فټ اوبه ولاړې دي۔ ده ووئېل د نورو هېوادونو په سبب موسمياتي بدلونونه پاكستان متاثره كوي۔ده ووئيل په سندھ كښې 80 فيصده فصلونه تباه شوي٬خيرپور ضلع كښې د كهجورو اونو تباه كېدو له امله په اربونو روپۍ زيان شوے۔ده ووئيل كوم غړے چې دريو غونډو له رانشي هغه د ايوان څخه بهر كول پكار دي٬ ده ووئېل چا چې پارليمان ته عزت وركړے هغه ته پارليمان هم عزت وركړے ٬كله چې په دې پارليمان بريد وشو نو ټول مايوسه شول خو زه مايوسه نه ووم او ما ووئيل پارليمان سپريم دے
متعلقہ مضامین
-
Paragon reference hearing adjourned till Oct 12
-
Pak-Saudi leadership capable to lead world: president
-
Dengue on the rise in Punjab ,92 more test positive
-
SCB donates Rs23.29m to Mayo Hospital Lahore
-
Eight suspects arrested in intelligence based raids by CTD Punjab
-
Get ready for protest against inflation, Shehbaz tells nation
-
Taliban laud Pakistan for supporting Afghanistan
-
Govt prepares customised brand for tourism promotion
-
Court grants interim bail to PMLN’s Khokhar brothers
-
IHC asks to consult stakeholders regarding social media rules
-
PR outsources commercial management of nine trains in fair bidding process
-
174 dengue fever cases reported in Punjab