آستانه 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د هند پشمول ټولو ګاٶنډيانو هېوادونو سره د ښو اړيكو جوړولو د خواهش پخلي كولو سره وئيلې دي پاكستان په منطقه كښې امن او د پولو دواړو اړخو ته د مېشته اولس پرمختګ او سوكالۍ لپاره د هند سره د مقصد وړ او معنې لرونكو خبرو اترو له چمتو دے٬ دا اوس د هند ذمه واري ده چې ھغوي د نتيجې وړ خبرو لپاره ضروري ګامونه پورته كړي٬ نړۍ كه د هند د جمهوري څېرې شا ته اوګوري نو هند د خپلو اقليتونو٬ ګاٶنډيانو او د منطقې امن او امان سره خپل ځان لپاره هم خطر جوړ شوے، د منطقې هېوادونو له به امن او پرمختګ لپاره د شريكو چېلنوجونو مخنيوي لپاره وسائل مختص كول وي، د سيکا غړي هېوادونه دې په پاكستان كښې تجارت٬ سرمايه كارۍ او كاروباري موقعو څخه ګټه پورته كړي۔ د زيارت په ورځ د قازقستان پايه تخت آسانه كښې په آسيا كښې د روابطو ودې او د اعتماد سازۍ اقدامات په اړه د ” سيکا” د مشرانو 6مې غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم د آستانه غوندې په ښائسته ښار كښې كولو او د خپل پلاوي په غوره كوربتوب او توده هركلي د قازقستان مننه وكړه۔ده ووئيل سيکا منطقه كښې مرستې زياتولو او اعتماد سازۍ لپاره مهم كردار لوبولې شي۔ ده پاكستان كښې د ماحولياتي بدلون له مخې غېر معمولي تباهۍ رامخې ته كولو سره ووئيل ګلوبل وارمنګ او موسمياتي بدلون څخه د شوو بارانونو په نتيجه كښې پاكستان كښې په لويه كچه تباهي شوې او په دريو كښې دوه فيصد پاكستان په اوبو كښې ډوب دے او دې سره د پاكستان معيشت ته 30 اربه ډالره زيان رسېدلے دے٬ ده ووئېل د ځپليو هر څيز ان تر دې چې د ھغوي خوبونو هم په اوبو كښې لاهو شوي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې سېلاب څخه شوي زيانونه د دې نه ډېر زيات دي٬ پاكستان تنها خپلو وسائلو سره د ځپليو بحالي او آباد كاري نشي كولې، ده ووئېل په سېلاب كښې نزدې 1600 كسان مړه شوي او زرګونو كلوميټره سړكونه او پلونه په اوبو كښې بهېدلې٬ دې سره سره په لكهونو اېكړا زمكه ولاړ فصلونه تباه شوي۔ ده ووئيل په ماحولياتي خيرنتيا كښې د پاكستان برخه د يو فيصد نه كمه ده خو پاكستان د دې نه په زياتو ځپلو هېوادونو كښې شامل دے ۔ ده ووئيل د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره پاكستان ټول وسائل كاروي٬ د دوستانو هېوادونو لخوا د زړه د اخلاصه په مرسته د دوي مننه كوٶ خو د 3 كروړه نه د زياتو سېلاب ځپليو بحالي لوے چېلنج دے ۔ وزيراعظم ووئيل د سېلاب د تباهۍ جاج اخستو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر انتونيوګوټرېشن پخپله د پاكستان په دوره كولو مننه كوٶ٬ ده د ملګرو ملتونو لخوا د 816 مېليونه ډالرو مرستې لپاره د اوسني اپيل هم هركلے وكړو۔ وزيراعظم آباد کارۍ او بحالۍ لپاره دوستانو هېوادونو ته د مرستې اپيل كولو سره ووئيل پاکستان د دې صورتحال څخه نه د وتلو نه پس د لا قوي هېواد په توګه د رامخې ته كېدو عزم لري۔ وزيراعظم د پاکستان جغرافيائي پوزيشن په منطقه كښې معيشت لپاره د مهم حېثيت وړ ګرځولو سره ووئيل سي پېك د روډ اېنډ بېلټ مهمه منصوبه ده٬ ده په كنفرنس كښې ګډون كوٶنكو ته پاكستان كښې د سي پېك له مخې تجارت٬ سرمايه کارۍ او د كاروبار موقعو څخه د استفادې بلنه وركړه۔ وزيراعظم ووئيل افغانستان كښې د 4 لسيزو راهسې روان صورتحال او عدم استحكام لپاره افغانانو لويزيان پورته كړے،پاکستان هم د افغانستان صورتحال څخه سخت ځپلے شوے٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان د 80 زره كسانو قرباني وركړي او معيشت ته مو 150 اربه ډالره زيان رسېدلے ٬ ده ووئېل پاکستان د بلها زيان پورته كولو او ترهګرۍ ته ماتې وركولو پحقله نړۍ لپاره يو مثال دے، مونږ په خپله خاوره د 4 لسيزو راهسې د 40 لكه افغان كډوالو كوربتوب كوٶ۔ ده ووئيل يو سوكاله او مستحكم افغانستان نه يواځې پاكستان بلكې بشپړه منطقې او نړيوالې ورورولۍ لپاره ضروري دے۔ وزيراعظمشهباز شريف په نړيوالې ورورولۍ زور رواړو چې تل پاتي پرمختګ لپاره د افغان اولس مرسته وكړې۔ ده ووئيل د پاكستان وړومبۍ ترجيح اقتصادي صورتحال ښه كول دي او دې لپاره په منطقه كښې امن ضروري دے٬ پاکستان د هند پشمول ټولو ګاٶنډيانو هېوادونو سره سوله ايزې اړيكې غواړي خو د هند لخوا په مقبوصه جمو و كشمير د ظلم او بربريت تر خاتمې د امن خوب نشي رښتيا كېدې، هند د اووه لسيزو راهسې خپل غېر قانوني تسلط كښې د جمو و كشمير اولس د خپلواكۍ حق غصب كړے كوم چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په قراردادونو كښې دوي ته وركړے شوے۔ وزيراعظم په ګډون كوٶنكو زور رواړو چې ھغوي د هند د جمهوري څېرې شا ته اوګوري او په مقبوضه جمو و کشمير كښې د دې ظالمانه اقدامات جاج واخلي، ده ووئېل هند نه يواځې خپليو اقليتونو٬ ګاٶنډيانو هېوادونو او د منطقې امن بلكې خپله خپل ځان لپاره هم خطر جوړ شوے٬ وزيراعظم په منطقه كښې امن٬ پرمختګ او سوكالۍ او د پولو دواړو اړخو ته د مېشته اولس او راتلونكي كول لپاره هند سره خبرو اترو له د آمادګۍ څرګندونه كولو سره ووئيل زه خپل هندي همڅنګ سره بامعني٬ د مقصد وړ خبرو اترو لپاره چمتو يم خو هند له دې خپله ذمه واري ترسره كړي چې ھغوي د نتيجې وړ خبرو لپاره ضروري اقدامات وكړي۔ ده ووئيل مونږ له خپل اولس ته د صحت٬ تعليم او روزګار وركولو لپاره زيات وسائل مختص كولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم په مينځني ختيز او د آسيا پشمول هر ځائ كښې د شخړو د سوله ايز امن لټولو په ضرورت زور رواړلو سره ووئېل مېنځني ختيز كښې تل پاتي امن لپاره د فلسطين مسئلي د حل كولو په اړتياهم زور رواړو۔
متعلقہ مضامین
-
PM Khan brought an end to two-party system: Haleem
-
Student council takes oath at RMS Mayfair Campus
-
At UN, Pakistan hits back at India calling it an abettor of terrorism in region
-
Nawaz’s fake vaccine entry: Punjab govt suspends health officers
-
Pakistan Navy, Custom seize liquor in joint sea operation
-
12 year old girl abducted later gang raped in Gojra
-
SHC restrains three from making allegations against MG Motors
-
Islamabad medical students’ protest enters third day
-
NAB’s anti-corruption efforts led to recovery of Rs538bn: chairman
-
Pakistan to play leading role in tackling climate change issues: Hammad
-
UK court orders restoration of Shehbaz’s bank accounts
-
1173 cases of dengue hemorrhagic fever reported in KP this season