اسلام آباد۔10نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي ژبې بندونكې نن لارې بندوي ٬ د عمران خان د لاسه په هېواد كښې فساد ٬ اړې ګړې او كركه خپره شوې ده ٬ عمران خان لارې بندولو سره كوم مقصدونه ترلاسه كول غواړي؟ د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل د عمران خان د لاسه نن د سكولونو او روغتونونو لارې بندې دي٬ عمران خان چې كومه پېسه په لارو بندولو مصرف كوي دا به يۍ سېلاب ځپليو ته وركړې وه٬ كومه پېسه چې دې اور لګولو لپاره مصرف كوي دا به يۍ د سېلاب ځپليو په ګرمو جامو او خوراك مصرف كړې وه٬ كومه پېسه چې په ټائرونو سوزولو لګوي دا به يۍ د سېلاب ځپليو نغري بلولو لپاره لګولې وه٬ كومه پېسه چې دې د سكول او روغتون لارې بندولو له كاروي دا به يۍ په پنجاب او خېبر پختونخوا كښې د سكول او روغتون جوړولو له كارولې وه۔ دې ووئيل د عمران خان مقصد په هېواد كښې اړې ګړې ٬ فساد او فتنه خپرول دي٬ دا هغه فسطائي شخص دے كوم چې په سېلاب ځپليو سياست كړې۔ دې ووئيل عمران خان د تر څلور كلونو د خلكو روټۍ ٬ برېښنا ٬ ګاز ٬ دوائي او روزګار بند كړو او نن لارې بندوي۔ دې ووئيل څلور كاله د اولس دوائي بندونكې نن د رنځورانو لارې بندوي۔
متعلقہ مضامین
-
وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به آسيا لپاره باؤ فورم كلنه غونډه كښې ګډون له(سبا)چين ته ځي
-
د سي پیك په اړه درې ورځنۍ سېمينار به د اپرېل په 10مه نېټه كېږي
-
وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او افغان چيف ايګزېكټو عبدالله عبدالله ترمينځه د پلاويو په كچه خبرې اترې
-
د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف٬مريم نواز او كېپټن(ر)محمد صفدر په ضد د نېب دائر كړې ريفرنس سماعت تر اپرېل 9مې نېټې وځنډولې شو
-
د سمندري ځواك پي اېن اېس ټېپو سلطان بيړۍ او د پاكستان مېري ټائم سكيورټي اېجنسۍ بسول بېړۍ په ټرائي سروسز مشق ګلف شېلډ I- كښې ګډون٬
-
وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره په قومي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه ملاقات وكړو
-
د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د فلسطين سفير وليد ابوعلي ملاقات
-
د بل منظورۍ تحريك د سېفران وفاقي وزير لېفتيننټ جنرال(ر)عبدالقادر بلوچ وړاندې كړو
-
وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د برتانيې وزيراعظمې تهريسامې لخوا جوړې شوې د هركلي په دستوره كښې ګډون وكړو
-
د مسلم لیګ (ن) حکومت تل سترو لارو جوړولو ته اهميت وركړې
-
د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی لندن كښې د دولت مشترکه غونډې په موقع بيلو نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه ٬ په بېلا بيلو موضعاتو ګتورې خبرې اترې
-
د فاټا پوهنتون سنډيكېټ اولني غونډه