لاهور ۔18دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف او پخواني صدر آصف علي زرداري ترمينځه لاهور کښې مهم ملاقات شوې۔ دواړو مشرانو د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال او د معيشت په شمول په نورو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د دواړو مشرانو ته ترمينځه ملاقات په ماډل ټاؤن كښې د وزيراعظم شهباز شريف په استوګنه وشو۔ دواړو لارښودو په ملاقات كښې پرېكړه وكړه چې هېواد بې ثباتۍ سره د مخ كولو به چاته اجازه وركولې نه شي٬ د معيشت ډيفالټ كولو سازش كوؤنكو په ضد د پرېكنده ګامونو پورته كولو پرېكړه وكړې شوه۔ دواړو مشرانو معاشي بهترۍ سره سره اولس د ګرانۍ بوج څخه ويستلو له د اقداماتو په تندولو موافقه وكړه۔ پخواني صدر زرداري د پټروليم مصنوعاتو نرخونو کمولو لپاره د وزيراعظم شهباز شريف د هڅو ستائنه وكړه۔ دواړو لارښودو د سېلاب ځپليو بحالۍ او دوئي يخنۍ څخه بچ كولو له د مرسته كار په ګړندي كولو اتفاق وكړو۔ دواړو مشرانو د ائتلافي ګوندونو د سیاسي قوت په زیاتولو هم موافقه وکړه۔ همدارنګه موافقه وشوه چې د پاکستان اقتصادي پرمختګ لپاره سیاسي ثبات ضروري دے، د پاکستان له اقتصادي خطرو څخه بچ كولو له به هر حد ته ځو۔ دواړو مشرانو دا هم ومنله چې ايتلافي حکومت به د سياسي ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره په پرله پسې توګه مخ په وړاندې ځي۔ ملاقات كښې د وزيراعظم خاص مرستيالان ملک محمد احمد خان او عطاء الله تارړ هم موجود وو۔
متعلقہ مضامین
-
Govt making efforts to make PNC more efficient
-
Pakistan, Uzbekistan sign protocol to set up JSC
-
Zardari challenges three more references under NAB ordinance
-
PM seeks steps to guard youth against immoral alien culture
-
PM expresses felicitations to Hindu community on eve of Diwali
-
GUESSS Report 2021 published
-
RUDA at Dubai Expo 2020: Future is Pakistan
-
Senate clears bill allowing CM’s advisers to attend assembly sessions
-
Nazim Jokhio murder: PPP MPA Jam Owais surrenders to police
-
Jammu Martyrs’ Day set to be observed today
-
Opposition parties misleading nation by giving fake information on petroleum products: Hassan Khawar
-
Jammu martyrs day observed with renewed pledge