اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د سعودي عرب خپل هم څنګ شهزاده فيصل بن فرحان السعود سره ټېليفوني تماس نيولے ۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د ورورولۍ اړيكو پخلې كولو سره دواړو خارجه وزيرانو د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو او د پراختيا شريك عزم څرګندونه وكړه۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د پاكستان سېلاب ځپليو مرستې په اړه د سعودي عرب مشرتابه مننه وكړه۔خارجه وزير د سعودي خپل هم څنګ د ” كلائمیټ ریزیلینټ پاکستان“ په اړه راتلونكې نړيوال كنفرنس نه خبر كړو كوم به چې د جنورۍ په 9مه نېټه په جنيوا كښې كېږي۔د سعودي خارجه وزير په پاكستان كښې د سېلاب نه پس د بيا رغونې او بحالۍ د هڅو ټولو اقداماتو لپاره د سعودي عرب هېواد بشپړ ملاتړ نه خبر كړو۔دواړو خارجه وزيرانو د افغانستان په اوسني پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دوي د مېرمنو حقونو ضمانت او د ژوند په ټولو اړخونو كښې د دې بشپړه او د مساوي شركت له د اهميت پخلے وكړو۔دوي په افغانستان كښې په سلامتيا٬استحكام او امن لپاره د خپلې مرستې او د افغان اولس لپاره د لا غوره سباؤن تعمير لپاره د نړيوال شموليت د اهميت پخلے هم وكړو
متعلقہ مضامین
-
NH&MP crack down on irregular number plates
-
India’s NSA Summit an abortive attempt to undo ‘spoiler’ image
-
Bilawal terms TTP talks ‘illegitimate’
-
Govt decides to bring entire sugar stock in market for sale
-
KP minorities’ housing quota enhanced
-
IHC seeks PTA report on banning TikTok
-
India sends thousands more troops to IIOJK
-
Babies infected with Rubella face heart ailments, blindness
-
India losing battle of hearts and minds in IIOJK: FM
-
World needed to device plan to avert human crisis in Afghanistan: Moeed
-
Farrukh stresses research based education to achieve development goals
-
Two soldiers martyred in Bajaur blast