پېنډۍ 25 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان په ژوبه او خوا اوشا سمبازه سيمه كښې په انټېلي جنس بېسډ اطلاعاتو د ترهګرو په ضد د عملياتو په مهال د ډزو په تبادله كښې يو ترهګر وژلې شوې او د پاك پوځ يو عسكر هم شهيد شوې۔ د آئي اېس پي آر له مخې دا عمليات د مصدقه خفيه معلوماتو په بنياد د بلوچستان په ژوب او خوا اوشا سمبازه سيمه كښې د تېرو 96 ساعتونو راهسې جاري دي٬ د شهيد پوځي اهلكار شناخت د سپاهي حق نواز په نامه شوې څوك چې د ډزو د تبادلې په مهال شهيد شوې او په دې موقع دوه نور ځوانان ژوبل شوي٬ د ترهګرو سهولت كارو د پولې پورې غاړې څخه ډزې كولو سره د دوي مرسته كړې٬ په سيمه كښې د نګرانۍ او كليئرنس په نتيجه كښې د اتوار په ورځ سهار وختي د ترهګرو يوه ډله محاصره كړې شوې دغسې چې دوي په پوله د اوړېدو نه ايسار كړې شي دې لپاره ناكه بندي شوې وه چې ترهګرو په امنيتي اهلكارو ډزې پېل كړې۔ د نورو ترهګرو نيولو لپاره په سيمه كښې كليئرنس علميات جاري دي
متعلقہ مضامین
-
RUDA at Dubai Expo 2020: Future is Pakistan
-
Senate clears bill allowing CM’s advisers to attend assembly sessions
-
Nazim Jokhio murder: PPP MPA Jam Owais surrenders to police
-
Jammu Martyrs’ Day set to be observed today
-
Opposition parties misleading nation by giving fake information on petroleum products: Hassan Khawar
-
Jammu martyrs day observed with renewed pledge
-
Electoral Rolls verification drive starts
-
Authority to teach youth about Seerat-un-Nabi: Qadri
-
Iraqi PM escapes unhurt in terror attack on residence
-
Opposition parties are on same page, says Khursheed
-
CIIE offers opportunity for improved Pakistan-China trade: Pakistan Ambassador
-
OIC urged to slap economic curbs on India