اسلام آباد06 جنوری (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي اولسي منصوبو لپاره به په زړه پورې اقدامات كولې شي٬پخواني حكومت په هېواد كښې د توان بحران پېدا كړې٬عمران خان د هېواد معيشت٬ټولنه او سماج تباه كړې٬عمران نيازي سي پېك ته زيان رسولې٬د چين پشمول ملګري هېوادونه خفه كړې شوي دي٬پاكستان به ديواليه كېدې نه شي٬ډېر زر به د آئي اېم اېف ډله د پاكستان دوره وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ هزاره اليكټرك سپلائي كمپني جوړولو دستورې ته په وېنا كښې وكړه۔په دې موقع د برېښنا وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان٬د مسلم ليګ(ن)صوبائي صدر امير مقام٬وفاقي وزير مرتضٰی جاوېد عباسي او نور هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل د هزاره پشمول په ټول هېواد كښې د سوئي ګيس د اربونو روپو منصوبې فنډ لرلو باوجود خراب شوي٬د دغې پروژو د بشپړولو امر شوې۔د هغې لپاره بېل شوې فنډ به په كار راوستلې شي۔ده ووئيل نواز شريف د هزاره پشمول د ټول كے پي كے معمار دې۔نواز شريف په 2013 كښې اقتدار سنبهالولو سره په لوډشېډنګ د قابو موندلو منصوبه جوړه كړې۔د سي پیك پشمول نورو پروژو د لارې د برېښنا 5 زره مېګاواټه اضافي پېداوار اېل اېن جي منصوبې پیل شوي۔ده ووئيل له بده مرغه پخواني حكومت د نورو معاملاتو پشان د ګاز او برېښنا په منصوبو كښې هم د بېغورۍ څرګندونه كړی كله چې كورونا راغله نو هغه وخت په ماركيټ كښې ګاز دوه نه تر درې ډالره يو يونټ ترلاسه كېدو٬په دې مهال دغه تن هېڅ هم نه دي كړې٬هغه سره د پاكستاني اولس فكر نه و٬هغه په انتقامي كاروائۍ كښې بوښت وو۔وزيراعظم ووئيل د تېرو څلورو كلونو په مهال پاك پوځ د پاكستان پرمختګ لپاره د عمران خان بشپړه مرسته كړې خو هغه د بشپړه مرستې نه پس ناكامه وزيراعظم ثابت شوې۔ده ووئيل ملګرو هېوادونو عمر له په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې٬ پنځلس كلونو كښې په اربونو ډالره غېر د څه شرط پاكستان له وركړې شوي۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل عمران نيازي د ملګرو هېوادونو سره اړيكې خراب كړي او هغوي يې خفه كړې دي٬چې په نتيجه كښې يې پاكستان د تباهۍ ښكار دې۔زه په دې نه وم پوهه چې عمران خان هر څيز تباه كړی۔د چين وزيراعظم سره زما 45 دقيقې خبرې شوې دي٬د سعودي عرب پشان چين د پاكستان ملګرې دې۔ده ووئيل چارې په ښه ډول مخ په وړاندې روانې دي۔يو هېواد په پاكستان كښې 30 ارب ډالر سرمايه كاري كوي٬د هغوي د مننې كولو په ځاې په هغوي تورونه لګولې كېږي۔د چين وزيراعظم باور راكړې چې پاكستان به يوازې پرېښودلې نه شي۔ده ووئيل د آئي اېم اېف اېم ډي د چين په دوره تللې٬د چين وزيراعظم وئېلي ما هغه سره خبرې كړې دي چې پاكستان زمونږ ورور دې٬مونږ هغوي سره ولاړ يو٬تاسو هم د پاكستان ملګرتيا وكړۍ٬د آئي اېم اېف اېم ډي سره ټېليفوني تماس نيولې شوې٬په 9 جنوري به په ټوله نړۍ كښې د سېلاب ځپليو مقدمه كوو٬د آئي اېم اېف اېم ډي ته وئېلي شوي چې پخواني حكومت كومو لوظ نامو ته زيان رسولې۔اتحادي حكومت به هغه پوره كوي۔د آئي اېم اېف ډله به ډېر زر 9مې جائزې لپاره پاكستان ته راشي٬وزيراعظم ووئيل د پاكستان مخالفين چې كومه ډنډوره كوي چې پاكستان به ديواليه شي داسې كوم صورتحال نشته۔پخواني حكومت د ټولو لوظ نامو په ضد او د مېرنۍ مور سلوك باوجود ملګري هېوادونه د پاكستان سره ولاړ دي
متعلقہ مضامین
-
45 new dengue cases reported in Islamabad
-
Citizens urged to report hoarders thru ‘Qeemat App’
-
Senate body questions conduct of MDCAT exam
-
‘KP government to take on dengue’
-
UK approves Chinese Covid vaccines
-
‘There are no holy cows in Pakistan, I believe in rule of law’ PM Imran Khan tells Supreme Court
-
President links Pakistan’s progress with digitalization of all sectors
-
Sindh police support aggressors, says Haleem
-
NCOC approves Chinese vaccines for children aged 12 and older
-
Proper utilisation of resources can solve energy issue: envoy
-
CJP concerned over poor law and order situation in country
-
Pakistan shouldn’t let go off 4th Industrial Revolution: Alvi