اسلام آباد 16فروری(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئېلي دي چې حكومت او اولس په دې سخت وخت كښې خپل ترك وروڼو او خوئېندو سره ولاړ دے۔ د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د تركيې د خزانې وزير ډاكټر نور الدين نباتي سره په ټېليفوني خبرو اترو كښې وكړه۔ وفاقي وزير په تركيه كښې د زلزلې له امله په شوي ځاني او مالي زيان ډاكټر نورالدين نباني سره غمرازي او ترك اولس سره د يو والي څرګندونه وكړه۔د خزانې وزير باور وركړو چې په دې سخت وخت كښې به هر ډول مرسته كوو۔ ده ووئيل چې حكومت او اولس په دې سخت وخت كښې د خپل ترك وروڼو او خوئېندو سره ولاړ دے۔ډاكټر نور الدين نباتي د خزانې وزير مننه وكړه او د زلزله ځپليو په فوري مرسته كولو يۍ د پاكستان حكومت ستائنه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Dacoits hostages Dolphin officer near Kasur
-
In Pakistan, an estimated 200,000 persons are infected with HIV/AIDS
-
COMSATS arts gallery holds exhibition on Azerbaijan
-
Pakistan reports 8 coronavirus deaths, 377 new cases
-
Govt taking measures to give relief to common people, says PM
-
PML-N may replicate TLP protest model if govt forces using EVMs: Rana Sanaullah
-
Samsung starts manufacturing mobile phones in Pakistan
-
Strength of Islamabad police to be increased: Sheikh Rashid
-
NA body expresses dismay over undue cutting of trees in AJK
-
Dollar continues to rise against Pakistani rupee
-
Pakistan’s talent has potential to conquer sports arenas in world: PM
-
PM receives preliminary report over Lankan’s lynching