ابوظهبي 28 نومبر (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ ابوظهبي كښې د شېخ زيد ګرينډ جومات دوره كړې او د ارواښاد شېخ زيد بن سلطان النهيان په قبر ئې فاتحه خواني وكړه او هغه ته د يې د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړي ۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق كاكړ د نهې په ورځ په ابوظهبي كښې د شېخ زيد ګرينډ جومات دوره وكړه او د ارواښاد شېخ زيد بن سلطان النهيان په قبر ئې فاتحه خواني وكړه او هغه ته يې د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې۔د ارواښاد شېخ زيد دانشمنده مشرۍ د نړۍ د مختلف قومونو ترمينځه رواداري او نورو سره په امن د پاتې كېدو كلتور ته تقويت وركړے۔وزيراعظم ووئيل ارواښاد شېخ زيد د پاكستان قيادت او اولس سره نزدې اړيكې لرلې۔وزيراعظم ته ووئيل شول د شېخ زيد جومات نورو سره په امن د پاتې كېدو٬روادارۍ او د نورو كلتورونو لپاره د پراختيا تصورات رامخې ته كوي٬دا پېغام د متحده عرب امارات باني د غوره ميراث څخه متاثره دے۔وزيراعظم ته د اسلامتي كلتور حقيقي جوهر رامخې ته كولو كښې د جومات مهم كردار په اړه هم ووئيل شول ۔شېخ زيد ګرينډ جومات د جديد اسلامي فن يو غوره نمونه ده چې پكښې د 40000 څخه زيات مونځ كوونكو د ناستې ګنجائش شته۔دا جومات د متحده عرب امارات تر ټولو لويو او د نړۍ درېم لوي جومات دے۔د جومات دورې په مهال د پنجاب لنډ مهاله وزيراعلٰی محسن نقوي او په متحده عرب امارات كښې د پاكستان سفير فيصل نياز ترمزي هم د وزيراعظم سره وو۔
متعلقہ مضامین
-
DC for comprehensive crackdown against encroachment
-
Prime Minister Imran Khan to complete five years: Sheikh Rashid
-
Two new police sub-divisions established in South Punjab
-
JKNF welcomes UN report denouncing HRVs in IIOJK
-
Lok Virsa Pavillion at Education Expo 2022 attracted huge crowd
-
Women’s Cricket World Cup scores: PAK v BAN
-
No-trust motion to give fatal blow to non-serious opposition: Fawad
-
Newlinear accelerator inaugurated at SKMCH&RC Lahore
-
24m families benefiting from free healthcare facility: Hasaan Khawar
-
7.3-magnitude quake hits east Japan, tsunami advisory issued
-
FESCO to hold open courts on Friday
-
CDA staff’s holidays suspended for OIC meeting