اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) د زده كړو نګران وفاقي وزير مدد علی سندھی وئيلي دي چې د پاكستان په جمهوري سفر كښې د شېخ اياز خذمات كله هم هېرېدې نه شي۔ ده د شېخ ایاز د 100م تلين مناسبت سره راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كولو چې اهتمام يۍ د وفاقي زده كړو پېشه ورې تربيې وزارت د قومي ورثې او كلتور ډويژن او د اطلاعاتو وزارت سره په ګډه كړې وو۔ په دستوره كښې نګران وفاقي وزير مدد علي سندھي ٬ مترضی سولنګي او جمال شاه ګډون كولو۔ په دې موقعه د زده كړو وفاقي وزير ووئيل د هېواد د ځوانانو او په خاص توګه د سندھ د ځوانانو فكري بېدارۍ كښې د شېخ اياز كردار له پامه غورځولے كېدے نه شي۔ ده ووئيل د فېض احمد فېض ٬ حبيب جالب او شېخ اياز په څير ادبي شخصياتو د دې هېواد زيات خذمت كړے دے۔ ده ووئيل شېخ اياز ټول عمري د سندھ او د پاكستاني اولس خذمت روان وساتلو٬ د ده جذبې او خوارۍ نن په هېواد كښې د جمهوري اصولو بنياد اېښودلے دے۔ ده ووئيل نن چې اولس ته كوم بنيادي بشري حقونه ترلاسه دي هغه د شېخ اياز د قربانيو له امله ترلاسه شوي دي۔ ده ووئيل د تقسيم څخه وروستو تر څو كلونو د سندھ اولس ته حقيقي سياسي نمائندګي ورنكړې شوه ٬ دا خلا شېخ اياز د خپلې انقلابي شاعرۍ دلارې ډكه كړه۔ ده ووئيل د خپلو نظرياتو سودا نه كولو له امله شېخ اياز يو شمېر وارې زندان ته لاړو۔ ده ووئيل د شېخ اياز نامه به په راتلونكو وختونو كښې هم ياده ساتلې شي۔ ده ووئيل كله هم چې په سندھ كښې د جمهوريت مطالعه كيږي د ده نامه به د شاه عبد اللطيف بھټائي څخه وروستو اخستلې شي۔ ده ووئيل شېخ اياز د سندھي ژبې شاعر كېدو سره سره يو نثر ليكونكے او د سندھ پوهنتون پخوانے وائس چانسلر هم وو۔ هغه په سندھي او اردو دواړو ژبو كښې 50 څخه زيات كتابونه ليكلي دي۔ په كال 2018 كښې د ده نامې ته منسوب ایاز پوهنتون جوړ كړے شو۔
متعلقہ مضامین
-
Imran must be tried under Article 6 for ‘violating’ constitution: Javed Latif
-
Alvi for judicial commission to probe regime change plot
-
IHC issues notice to ECP over PTI plea
-
US once again rejects Imran Khan’s allegations of conspiracy
-
KP Govt. mulling to increase minimum wages to Rs 25,000 per-month in budget 2022-23
-
People distance from Imran for his lackluster performance, dragging state institutions into politics: PMLN leader
-
PTI’s plot to malign state institutions to fail: Sajid Abbasi
-
Your own MNAs sent you packing: Maryam to Imran
-
Vawda approaches SJC against Sindh member
-
Pak-China will never allow any force to sabotage friendship: Chinese Foreign Ministry
-
Training for female inmates urged
-
India hell-bent on criminalizing education in Kashmir:APHC