اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې بايد ځوانا عدم برداشت او ناسم معلومات په ټولنه كښې د خپروونكو شرخوښو ډلو خاتمې او حوصله شكنۍ لپاره خپل كردار ولوبوي، د امن نه غېر تل پاتې پرمختګ ممكن نه دې۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د يونيورسټي آف نارووال تر سيوري لاندې نارووال سپورټس جمنازيم كښې دوېم كلن امن او پرمختګ كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د يونيورسټي آف نارووال وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر محمد يونس د ګډون كوونكو هركلي كولو سره د دوي مننه هم وكړه۔ ده ووئيل نن پاكستان ته رامخې ته تر ټولو لوے چېلنج په ناسم معلوماتو آډانه پروپېګنډا ده كوم چې زمونږ د ټولنې بنيادي اخلاقيات او اقدار پامال كړي۔ احسن اقبال ووئيل كه مونږ ترقي كول غواړو نو مونږ له به امن، سياسي استحکام، د پاليسيو تسلسل او مسلسل اصلاحات مخ په وړاندې بوتلل وي٬ د امن نه غېر تل پاتې پرمختګ او سوكالي ممكن نه ده۔ ده ووئيل كه مونږ غواړو چې پاکستان اعليٰ معيشتونو كښې شامل شي نو مونږ له به په بېلا بېلو څانګو كښې كار كوٶنكې هر پاكستان له “ميرا پاکستان موومنټ” خپلول وي۔ ده ووئيل مونږ له تر كال 2045 خپل هېواد د نړۍ په لس بهترين معاشي طاقتونو كښې شاملول دي دې لپاره مونږ له د نورو كامياب هېوادونو غوندې امن ٬ د پاليسو تسلسل او پرله پسې د اصلاحاتو د لارې خپل هېواد بهترين جوړول وي۔ په دې موقع نورو نوموړو تجزيه نګارو مجيب الرحمن شامي،اجمل جامي، خورشيد نديم، بشپ نديم کامران، د ميډيکل يونيورسټي فيصل آباد وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر ظفر چوهدري، س اسلامک ريسرچ انسټيټيوټ اسلام آباد ډائريکټر جنرل ډاکټر ضياء الحق،م او نورو سياسي٬ مذهبي او سياسي شخصياتو ګډون وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
The Economist ranks ‘Karachi’ world’s worst cities to live in
-
Levis official injured in firing
-
Old enmity claims life
-
Pakistan believes in peaceful co-existence: PM
-
PM felicitates COAS on conferment of King Abdulaziz Medal
-
Govt taking keen interest in resettlement through artificial rains in Cholistan: Baligh
-
102 Corona patients quarantine in RWP
-
Punjab govt issues gazette notification of new government bodies system
-
Self-reliance, tactical solutions needed to tackle economic difficulties: PM Shehbaz
-
LG polls: MQM-P threatens to end agreement with PPP
-
First-ever Pakistan Mango Festival held in Australia’s capital
-
CII urges PM to withdraw SBP’s appeal against anti-interest verdict