اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري د بشري وسائلو پرمختګ لپاره د سرمايه كارۍ زياتولو په حاجت ټېنګار وكولو سره وئيلي دي چې په علم اډانه معيشت سره به هېواد كښې پرمختګ او سوكالي راشي٬ درآمدات د تجديد وړ توان څخه كمېدې شي٬ د تجديد وړ توان لپاره به باقاعده اداره جوړولې شي۔ د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ نېشنل يونيورسټي اف سائنس اېنډ ټېكنالوجي ( نسټ) كښې د يو اېس پاكستان سنټر فار اېډوانس سټډيز وړمبني كانووكېشن ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل د بشري وسائلو په څانګه كښې په سرمايه كارۍ كښې د اضافې نه غېر په علم اډانه د معيشت د ودې مقصد نه شي ترلاسه كېدې۔ ده ووئيل پاليسي جوړونكو ته به هېواد د پرمختګ او سوكالۍ په لاره سمولو لپاره د بشري وسيلو په څانګو كښې سرمايه كارۍ ته پاملرنه كول وي۔ ده ووئيل د يو كهرب روپو نه زيات د توان په څانګه كښې د خپلې ماهرانه رائي وركوٶنكو شمېره كمه ده او دغسې په بشري څانګه كښې ښه والي له هم كم خرڅ روان دې۔ ده ووئيل هېواد كښې په علم اډانه د معيشت ودې ترتيب وركولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د توان په څانګه كښې تكنيكي معاونت له به افرادي قوت زياتولې شي او په دې لړ كښې زياته تعليم يافته او د توان پوهانو څخه بايد كار واخستې شي۔ ده ووئيل نسټ د تعليم د تحقيق په څانګه كښې عملي نمونه ده او په دې لړ كښې ځانګړې مقام لري۔ وفاقي وزیر سندونه ترلاسه كوٶنكو ته مباركي وركولو سره ووئيل تاسو پاكستان كښې د توان په څانګه كښې د قدر جوګه اضافه ئې٬ د یو اېس اېډوانسډ سټډيز لپاره پاکستان سېنټر غوندې كوټلې او د تجديد جوګه د توان په څانګه كښې بشپړه خدمات وركوي
متعلقہ مضامین
-
Electoral reforms must for fair elections: Sarwar
-
Sudden change in plan was matter of minutes says NZ Cricket chief David White
-
Deep-processing a way out for Pakistani dates
-
Vaccination becomes mandatory for traveling on BRT buses
-
FM Qureshi urges the world to support Afghanistan, unfreeze assets
-
KP CM directs LEAs to pay special attention to incidents of terrorism
-
Back-to-back scheduling of int’l flights triggers rush at Lahore Airport
-
‘Provision of basic amenities to masses PTI govt’s priority’
-
Activists demand inclusion of climate change in SNC
-
Current monsoon will bring more rains to Sindh, Balochistan
-
FBR removes sales tax on import of fruits from Afghanistan
-
Pakistan to continue work with SCO for shared objectives of regional peace, stability