لندن 19 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان وئيلي دي چې د پاكستان حكومت د بينائې څخه د محرومې مخ نيوي لپاره هڅې كوي او په دې لړ كښې هر ډول ممكنه اقداماتو كولو لپاره پوخ عزم لري۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د دولت مشتركه د مشرانو غونډې په موقع د بينائې په اړه د خېر ښېګړې نړيوالو ادارو پېك وژن او سي بي اېم سره په غونډه كښې وكړۍ۔ د يادونې وړ ده چې پېك وژن د بينائې څخه د محرومې خاتمې لپاره په پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې د سمارټ فون ټېكنالوجې د استعمال او د روغتيا په اړه د افرادي قوت د تربيې په مېدان كښې يوه نامتو اداره ده٬ دغسې سي بي اېم د يوې پېړې نه په نړيواله كچه د بينائې څخه د محرومې په څانګه كښې كار كوونكې نړيوال غېر سركاري پرمختيائي تنظيم دے۔ په غونډه كښې د پېك وژن نمائندګي سي اي او او شريك باني ډاكټر اېنډريو باستاؤروس وكړه۔ د سي بي اېم نمائندګي ډائرېكټر آئي هېلتھـ ډاكټر بابر قريشي وكړه۔ په غونډه كښې د علاج قابل د نابينا كېدو د خاتمې په اړه پاكستان ته ورپېښو چېلنجونو ته پام وكړے شو۔ د يوې اندازې له مخې د پاكستان د 80 لكو نه زيات وګړي د بينائې څخه محرومې سره مخ دي۔ سي بي اېم سره پېك وژن د پاكستان د روغتيا بنيادي ډهانچه او عمله په كار راوستلو سره پاكستاني وګړو لپاره د تشخيص او د علاج نوې حل وړاندې كولو لپاره خپل شركت ته تيار دے۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي پېك وژن ته د پاكستان د دورې كولو بلنه وركولو سره په پاكستان كښې د نابينا كېدو مخ نيوي لپاره د حكومت د عزم څرګندونه وكړه۔ ده په دې لړ كښې يو قومي پروګرام لپاره د حكومت د بشپړه ملاتړ كولو څرګندونه هم وكړه۔ پېك وژن او سي بي اېم دې نېك مقصد لپاره پاكستاني حكومت سره په ګډه په كار كولو اتفاق وكړو۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي او په برتانيه كښې د پاكستان هائي كمشنر سيد ابن عباس هم ګډون وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
PTI to emerge victorious in next general elections: Farrukh Habib
-
No joint exercise with Israel during Black Sea drill: FO
-
PMDA not meant to ‘control’ media: Farrukh Habib
-
Marriyum flays baton-charging of students, demands redressal of their grievances
-
Punjab CM’s staff officer takes his friends on joyride in govt helicopter
-
SHC hears disqualification petition against Sindh CM
-
‘International scheme’ under way to launch terror attacks in Pakistan: Rashid
-
Justice Ameer Bhatti appointed as new chief justice LHC
-
Coast guards recover 93kgs of heroin from Gwadar
-
ANF seized 4436.67 kgs drugs valuing US$ 316.924 mln in 22 operations, held 28 culprits
-
Groom’s family throws chilli powder at bride’s side in LHC
-
LADIESFUND in Lahore