اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د پاکستان او ترکیې نزدې او ولوله انګېز لرونكې اړېكې منطقه كښې استحكام ٬ پرمختګ او د سوكالۍ ضامت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر ممنون حسېن د ترك وسله وال پوځ چيف آف جنرل سټاف جنرال هلوسي آکار سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د جمعې په ورځ ده سره په ايوان صدر كښې وليدل۔ په دې موقع د تركيې سفير احساں مصطفی یوردا کول سره لوړ پوري چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ اړيكې ډېرې ژورې او غېر معمولي دي٬ كومې چې په الفاظو د بيانولو نه دي٬ ده ووئېل د نړيوالو ستونزو په هواري كښې د تركيې كردار ډېر په زړه پورې دے۔ تركيې د مينځني ختيز د بحرانونو او په خاص توګه د كډوالو د مسئلې په ښه ډول د مخنيوي هڅه كړې۔ ده ووېيل ترکیې د كشمير په كشاله تل د پاكستان د سپيځلي دريج تائيد كړے او په دې مونږ د ترك د ورڼو مننه كوٶ۔ ده ووئيل د قطبي قبرص به معامله د تركيې دريځ سپېځلې دے او پاكستان ئې غېر مشروط تائيد كوي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د ترهګرۍ د هر صورت او په دواړو هېوادونو كښې د عدم استحكام پېدا كوٶنكو قواو په سختۍ سره غندنه كوي۔ اولس مشر د تركيې خپل همڅنګ رجب طیب اردوان د جراتي قیادت ستائنه كولو سره ووئيل ھغه د اسلامي نړۍ جراتي لارښود دے څوك چې اسلامي نړۍ ته د پېښوچېلنجونو او مسئلو سم او سپېځلې درېځ خپلوي چې ورسره د مسئلو هواري له مرسته ترلاسه شوې۔ ده د ترك وسله وال پوځ چيف آف جنرل سټاف جنرال هلوسي آکار ته ووئيل چې زما نېك خواهشات د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان ته ورسوې۔ د ترك وسله وال پوځ چيف آف جنرل سټاف جنرال هلوسي آکار په تود هركلي كولو د اولس مشر مننه وكړه او وئ وئيل پاكستان په هر سخت وخت كښې د تركيې ملګرتيا كړې او په دې د ترك د پاكستاني اولس مننه كوي
متعلقہ مضامین
-
Special quota for transgenders, women in ‘Ehsaas Rehri Ban’
-
PM directs NCOC to maximise efforts for vaccination drive
-
IGP for cooperation with ANF to eradicate drugs from society
-
Ayub Afridi to leave his senate seat for Shaukat Tarin
-
Four soldiers, two cops martyred in terrorist incidents
-
PDM launches ‘anti-govt drive’ from Rawalpindi
-
IHC issues notices in petition about NAB ordinance
-
Banned outfit and opposition parties gear up for protests, roads blocked
-
Pakistan rejects reports of agreement with US on use of its Airspace
-
Supreme court orders to demolish Nasla Tower within a week
-
Seven decades on, India continues to renege on obligations with Kashmiris: FM
-
India abducts thousands to silence voice of Kashmiris