بنو 13 جولائی (اے پی پی) د جے یوآئی (ف) مرکزی لارښود اکرم خان دراني قافلې سره نزدې د بمي چاٶدنې په نتيجه كښې د دوو ماشومانو پشمول 5 كسان مړه او د څلور پوليس اهلكارو پشمول 35 كسان ژوبل شوي دي خو اكرم خان درانې په دې پېښه كښې روغ پاتې دے ۔ د پولیس له مخې جے يو آئي (ف) مركزي لارښود او پخواني وفاقي وزير اکرم خان دراني د جمعې په ورځ د حوېد تهاڼې بنو په حدود كښې په انتخابي جلسه كښې د ګډون نه پس كاركنانو سره د قافلې په شكل روان ٶ چې د سړك په غاړه په موټرسائيكل په ځائ كړې بم بلاسټ شو او د چاٶدنې په نتيجه كښې ګاډو او نزدې دوكانونو ته زيانو ورسېد٬ ژوبل شوي كسان د بنو روغتون ته منتقل كړې شوې چې پكښې د لسو كسانو حالت انديښمن ښودلې شوې۔ پوليس له مخې په چاودنه كښې 8 كلوګرامه چاٶدنېدونكې توكې كارولې شوې او په بريد كښې اكرم خان دراني هدف ٶ خو ھغه روغ وتې۔ په چاٶدنه كښې د پوليس اهلكار حضرت بلال ٬ زرولي ٬ سردار خان او عمر نواز ژوبل شوي ۔ د يادونې وړ ده اكرم خان درانې په اېن اے 35 د اېم اېم اے نامزد كانديد دے او د هغه مقابله د پي ټي آئي مشر عمران خان سره ده۔ په دې حلقه كښې تېره ورځ د حلقه پي كے 89 څخه د جے يو آئي (ف) د كانديد په قافله هم د موټرسائيكل د لارې بمي بريد شوې ٶ چې پكښې 8 كسان ژوبل شوي وو
متعلقہ مضامین
-
Vivian Richards, David Gower praise Pakistan team in meeting with PM Imran Khan
-
Court seeks NAB’s comments on acquittal plea of PPP’s senator
-
98 more dengue patients emerge in Islamabad, one dies
-
Pak, Chinese varsities cooperate for quality CPEC development
-
Pakistan concerned over politicisation of FATF: FO
-
SBP reserves rise to $17.2 billion
-
KP govt to review progress in merged districts
-
KP CM inaugurates several uplift schemes in Mansehra
-
Basic services to citizens on doorstep top priority: Akhtar
-
Kartarpur Corridor completes two years
-
Indian mindset greatest hurdle to peace in region: Imran
-
Pakistan wants enhanced ties with EU, UK: Gen Bajwa