اسلام آباد 21 ستمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي چې پاکستان خبرو اترو له چمتو دې خو هند په شا شوې، نړيواله ورورولي هم د پاك هند خبرو اترو په حق كښې ده، ښګارې داسې چې هند كورني فشار سره مخ دې۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ټی وی چینلز سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ د اطلاعاتو وزير ووئيل وزیراعظم عمران خان هند ته وئيلي ؤ چې تاسو يو ګام راوړاندې شئ مونږ به دوه ګامه درشو، وزیراعظم ووئيل كه هند سره اړيكې ښه شي نو سيمه كښې به غريبي كمه شي۔ فواد چوهدری ووئيل نړۍ ګورې څوك د خبرو اترو په حق كښې دي او څوك نه۔ ده ووئيل ښكارې داسې چې هند كورني فشار سره مخ دې، پاکستان سيمه كښې امن غواړي خو يو اړخيزه كار نه كېږي۔ ده ووئيل داسې ښكارې چې مودی حکومت د راتلونكو ټاكنو تيارې كوي۔ ده ووئيل ښكارې چې د هند چارې د هغوي په قابو كښې نه دي، هندي حکومت کښې د رايو اختلاف دې، ټوله نړۍ ګورې چې هند څنګه د امن هڅې ختمول غواړې۔ ده ووئيل ټولې نړۍ وكتل چې مونږ د امن خبره كوو، هند منلې چې مونږ به ملاقات كوو خو اوس د هند كمزوري په ډاګه شوې، هند كښې ځينې كسان خبر اترې كول غواړي، ځينې شدت خوښې د خبرو اترو او امن په لاره كښې خمډان دي۔ ده ووئيل هند او پاکستان كښې کشمیر بنیادی شخړه ده، كومه هم خبره تر هغې سنجیدہ نه شي كيدې تر څو چې د كشمير په مسئله خبره نه وي شوې۔
متعلقہ مضامین
-
Top award to ‘downed’ Abhinandan a ‘classic case of fantasy’: FO
-
NHA asked for providing better facilities on motorways
-
17 more cases of dengue fever surface in Islamabad
-
India cannot hold Kashmir on gun point: Mehbooba
-
146 new dengue cases surface in Punjab, 4 deaths occurred
-
CJ rebukes JI leader Naeemur Rahman
-
President urges media, Ulema to guide masses on reproductive health
-
Ministers inaugurate new office of PIMH
-
APHC concerned over upsurge in Indian state terrorism
-
IK-led regime making revolutionary progress, prosperity: AJK PM
-
No match of PM’s public-centric priorities with PMLN leadership’s preferences: Gill
-
11-year-old Pakistani writer publishes six books on Amazon