اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې او په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو د هندي عسكرو د ظلم غندنې له قامي كشمير كنفرنس(نن)د جمعې په ورځ درې بجې ايوان قائد فاطمه جناح پارك كښې كېږي۔د آزاد كشمير اولس مشر مسعود خان په مشرۍ كښې د دې كنفرنس خاص مېلمه به د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وي۔د كنفرنس اهتمام روزنامه پاكستان ٬ آبزرور د نظريه پاكستان كونسل اشتراك سره كړې۔كنفرنس ته به د كشمير د دواړو برخو او د پاكستان نوموړي شخصيات چې پكښې د آل پارټيز حريت كنفرنس لارښود سيد يوسف نسيم٬د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي٬د بشري حقونو فعاله غړي مشال ملك٬د مسلم كنفرنس سردار عفان علي خان ا و د بشري حقونو او د آزاد جمو كشمير كونسل ډاكټر سيد نذير ګېلاني خطاب كوي ٬ دغسې د آل پارټيز حريت كنفرنس چيئرمېن مير واعظ عمر فاروق به د سرينګر څخه نيغ په نيغه په ټېليفوني تماس د خيالاتو څرګندونه كوي۔د كنفرنس مقصد د كشميريانو غږ پورته كول او د هندي جارحيت په ضد په نړيواله كچه رائے عامه بېدارول دي۔
متعلقہ مضامین
-
International Women’s Day celebrated at Sui Northern Gas Office
-
Pakistan Post launches EMO services in all GPOs, DFPOs
-
PTI MNAs, allies to skip NA session
-
Top seed Noor Zaman to face Waqas in Combaxx Sports Int’l Satellite Squash final
-
KP CM inaugurates multiple uplift schemes in Kohat
-
Seven injured in Usta Muhammad blast
-
Uproar as JUI-F MNAs arrested in raid on Parliament Lodges
-
Strategy finalized to foil opposition’s no-trust move:minister
-
IGP takes notice of death by kite string
-
PAF clinch Shah Khan Ski Cup trophy
-
Pindi’s corona positivity rate drops to 0.52 per cent; 44,958 patients recovered
-
Shabbir Shah condemns ongoing killing spree in IIOJK