اسلام آباد ۔ 22 فروری (اے پی پی) د رونيو دوهم وزير حماد اظهر وئيلي دي ټاكلي شوي يا غېر ټاكلي شوي شخصيات د قانون په نظر كښې يو برابر دي او قامي احتساب بېورو به هر هغه تن نيسي چا چې قومي دولت لوټ كړې دې۔ د جمعې په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل نېب يوه خپلواكه اداره ده ٬ زمونږ خپل لارښود نيولې شوي دي۔ حكومت د نېب كومه كارروائۍ كښې دخل نه لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د هند د دړكو رويه غېر ذمه واره او غېر سنجيده ده۔ هندي وزيراعظم مودي په ټاكنو كښې خپله ماتې ويني ځكه دا ډول بيانونه وركولو سره اولس بې وقوفه جوړوي۔ ده ووئيل وزيراعظم د قومي سلامتيا كمېټۍ غونډه كښې هند ته په ښكاره پېغام وركړې دې چې كه د كوم ډول جارحيت هڅه وكړې شوه نو ځواب به ئې سم وركولې شي۔ ده ووئيل هند د بېوقوفۍ بيانونو وركولو په ځائې بايد د جدي توب څرګندونه وكړي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل کلبھوشن کېس كښې زمونږ وكيل ښه دليلونه وړاندې كړې دي او د ښې پرېكړې هيله لرو۔ ده ووئيل د يو ذمه وار هېواد په حېث زمونږه ټوله توجه اقتصادي ايجنډې ته ده۔
متعلقہ مضامین
-
Rs 3.15 per unit increase in power tariff likely for March
-
Former envoy to US Asad Majeed to brief NSC on alleged ‘threat letter’ today
-
Army officer martyred in Awaran gunfight with terrorists
-
Minister takes notice of snatching incidents in Hyderabad
-
Imran’s attempts to regain power through agitation, bound to fail: ANP
-
Committee formed to probe escape of MPA: Saif
-
Pakistani philanthropist Dr Amjad Saqib nominated for Nobel Peace Prize
-
KP cabinet meeting postponed due to Imran Khan’s visit
-
PIA plane on standby for PM’s Saudi visit?
-
Bilawal praises CEC for ‘withstanding pressure’
-
India arrests nine Pakistanis for ‘smuggling drugs’
-
Beggars’ swarms exasperate Eid shoppers in Ramazan