اسلام آباد 11 مارچ (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د فلاحي ادارو ٬ ډونر اېجنسو مشرانو او د شتمندو شخصياتو غونډه وشوه ۔ په غونډه كښې د سويټ هومز د پېټرن ان چيف زمرد خان پشمول د 50 نه زياتو د فلاحي ادارو نمائندګانو ګډون وكړو۔ په دې موقع اسد قېصر ووئيل د انسانيت په خدمت د الله پاك رضا ترلاسه كېږي د انسانیت او محرومو طبقو خېرښګړې لپاره كار كوٶنكي د ستائنې جوګه دي۔ ده ووئيل يتيمانانو ٬ كنډو او بې سهارا خلقو ته د ژوند كولو موقع وركول زمونږ د ټولو ذمه واري ده ٬ خاصو كسانو او ماشومانو ته مهم مقام وركولو لپاره به ټول وسائل كاروٶ۔ ده ووئيل زه خواهش لرم چې په ټولو صوبو كښې ماډل وېفليئر وېلج جوړ كړئ شي۔ سپیکراسد قېصر ووئيل د خېر كارونو لپاره مونږ ټولو له په ګډه هلو ځلو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په ماډل وېلج كښې به بې سهارا خلقو ته د تعليم او د درملنې پشمول ټولې بنيادي آسانۍ وركولې شي۔ په دې موقع ګډون كوٶنكو د سپيكر د جذباتو ستائنه وكړه او په دې لړ كښې ئي خپل تجويزونه وړاندې كړل
متعلقہ مضامین
-
IHC extends stay order in journalists’ harassment case
-
Search inside immigration centers, border points assigned to Pakistan Customs
-
ECP arranges students voters’ awareness session
-
Current government to pick new army chief
-
DC for immediate steps in heatwave
-
PTI govt’s ouster constitutional: Senator Rubina Khalid
-
Muqam for relief to masses through reduced loadshedding
-
First Zero-Waste Eco Festival to raise awareness about climate change
-
BJP using NIA as a weapon to silence democratic dissent in Kashmir
-
BJP using NIA as a weapon to silence democratic dissent in Kashmir: Wani
-
Chilimjusht festival ends with great enthusiasm in Kalash
-
SC adjourns hearing on Presidential reference seeking interpretation of Article 63-A