کراچۍ۔ 17 مارچ (اے پی پی) د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او د داخله چارو دوهم وزير شهريار خان آفريدي د نيوزي لېنډ جومات كښې د ترهګرۍ پېښې په نتيجه كښې د شهيد شويو وګړو سيد ذيشان ٬ كرم بي بي ٬ غلام مصطفي او اريب كورونو ته تلو سره ددوئي عزيزانو سره غمرازي ښكاره كړه۔ د اتوار په ورځ د ګورنر هاؤس څخه جاري كړې شوې اعلاميې ترمخه د سندھ ګورنر او دوهم وزير د غمرازۍ څرګندونه كولو په مهال خپلو خبرو كښې ووئيل ټول قام د غم دړد په دې سخت وخت كښې تاسو سره دې۔ ګورنر ووئيل د كرائسټ چرچ پېښه د ترهګرۍ ده۔ ده ووئيل حكومت به غمجنيو كورنيو سره هره ممكنه مرسته كوي۔ كه عزيزان نيوزي لېنډ ته تلل غواړي نو حكومت به دوئي سره پاسپورټ او وېزه كښې بشپړه مرسته كوي۔ دوهم وزير شهريار خان ووئيل ترهګر كوم مذهب نه لري۔ دې بريد كښې انسانيت په نښه كړې شوې دې۔ ده ووئيل مونږ غېر مند اولس يؤ۔ د پاكستان خاوره ناوړه مقصدونو له كارولې كېدې نه شي۔ ده ووئيل ننې پاكستان خپلواكه دې
متعلقہ مضامین
-
Body formed on cyber attack to present report in 14 days: Senate committee told
-
IHC orders ministry to place Baloch students’ complaints before commission
-
Meeting held to control smuggling of flour, wheat and sugar
-
Opposition protests non-provision of development funds detail
-
Sindh decides to launch combing operations against terrorists
-
Air pollutants show slight uptick in atmosphere amid soaring temperature
-
Indictment of Shehbaz, Hamza delayed again
-
Prices of petrol to remain unchanged: Miftah
-
Pakistan Customs seize foreign currency $38,500 at Peshawar Airport
-
PM sets up task force on climate change amid heatwave, glacier melting
-
Meeting discusses security of Chinese nationals in Pakistan
-
Interviews for caretaker PM being held: Sh Rashid