اسلام آباد 23 مارچ(اے پی پی) د قرارداد پاكستان 79 كلونو په بشپړ كېدو د پاكستان ورځ ملي جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه او ددې عزم پخلې وكړې شو چې د قرارداد پاكستان په رڼا كښې به خپل هېواد ستر هېواد جوړوو۔ د پاكستان ورځې مركزي دستوره پرېډ ګراؤنډ كښې سحر9 بجې پېل شوه په كومه كښې چې د درې واړو وسله والو ځواكونو چمتو ډلو د ګډې پرېډ كښې برخه واخسته۔ د دستورې خاص مېلمه اولس مشر ډاكټر عارف علوي او اعزازي مېلمه د ملائیشیا وزیراعظم مهاتیر محمد وو۔ دستوره كښی د وزیراعظم عمران خان ، سروسز چیفس، وفاقی وزيرانو اوغېر ملكي سفارتكارو سره سره لوئې شمېر نورو مېلمنو ګډون وكړو۔ په دې مهال ګرد هېواد كښې عامه رخصتي وه۔ ايوان صدر كښې هم په دې ورځ يوه خاص دستوره وكړې شوه۔ په كومه كښې چې بېلو څانګو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو مهمو شخصياتو ته اعزازونه وركړې شول۔ دې سره سره د ورځې پېل وفاقي پلازمينه كښې د 31 او صوبائي سرښارونو كښې د 21 ٬ 21 توپو سلامۍ سره وشو۔ د پاكستان ورځې په مهال د اولس مشر او وزيراعظم په شمول د مهمو شخصياتو پېغامونه او ورځپاڼو او ټي وي چېنلز د پاكستان ورځې په اړه خاص اېډيشن او پروګرامونه نشر او ټېلې كاسټ كړې شول۔ دا خبره دې ياده وي چې د نن نه 79 كاله وړاندې په كال 1940ء كښې د موجوده مينار پاكستان په ځائې قرارداد پاكستان منظور كړې شوې وو۔ په دې مهال ټول هېواد كښې عامه رخصتي وه۔ بهر هېوادونو كښې پاكستاني مشنز او سفارتخانو كښې هم د پاكستان ورځې مناسبت سره خاص دستورې وشوې كومو كښې چې د اولس مشر او وزيراعظم پېغامونه واورولې شول۔ ددې ورځې په مهال د قائد محمد علي جناح او علامه محمد اقبال په مزارونو د ګارډز بدلون دستوره هم وشوه۔ دغسې د مهمو شخصياتو به مزارونو د ګلونو څادرونه واچولې شول او د هېواد سلامتيا او سوكالۍ له دعاګانې وغوښتلې شوې۔ سری نګر كښې هم دا ورځ ولمانځلې شوه۔ دغسې په آزاد كشمير كښې هم د پاكستان ورځ جوش او جذبې سره لمانځلو اهتمام وكړې شو
متعلقہ مضامین
-
ECP arranges voter awareness session for students
-
Punjab boards issue roll number slips to 9th class candidates
-
Year’s first lunar eclipse will not be visible in Pakistan
-
Staff duty bus crushes father, daughter in Faisalabad
-
Sana condemns killing of minority people in Peshawar
-
35 employees of NHA to perform Haj this year
-
US Senator Chris Murphy for growing ‘incredibly important’ Pak-US relations
-
President felicitates Muhammad bin Zayed on his election
-
Shehbaz decides to maintain petroleum prices, for now
-
No hospital established for heart surgeries in last three years: Qadir Patel
-
IHC grants more time to NAB for arguments in appeals against Zardari
-
Three murdered over land dispute in Khushab