اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې مخالفه ډله خپله غلا پټولو لپاره اولس په سړكونو راوباسل غواړي ٬ د مخالفې ډلې مقصد د هېواد او قام ګټه هېچرې نه ده بلكې دوي خپل كرپشن پټولو او د احتساب نه بچ كېدو لپاره منفي لارې كاروي٬ د پاکستان اولس شعور لري٬ د مخالفې ډلې په خبرو به غوږ نه ګروي او نه به دوي سره اودرېږي٬ اولس د دوي د حقيقت نه خبر دي چې د هېواد د معيشت د تباهۍ او بربادۍ اصلي ذمه وار پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ډاکټر فردوس عاشق اعوان د بېلا بېلو نجي ټي وي چېنلو په پروګرامونو كښې د خبرو په مهال كړې۔ دې ووئيل مخالفې ډلې ته نن د اولس دړد او تكليف راياد شوې كاش چې دوي ته د خپلو حكومتونو په دورونو كښې د دې خبرې احساس شوې وې نو نن به صورتحال دې ډګر ته نه وې رارسېدلې ٬ دا هم د دوي كارونه او د كاركردګۍ كمال دې چې دوي هېواد 31 زره اربه مقروض پرېښې دي٬ 37 اربه تجارتي زيان او 1200 اربه سركلر ډېبټ وغېره ئې پرېښې دي او هم دا ھغه ټول حقائق دي چې په سوب ئې د هېواد د كرنسۍ قدر فشار سره مخ دې خو د دې ټولو چېلنجونو باوجود حكومت د هېواد د معيشت استحكام او د روپۍ قدر كښې ټيكاٶ لپاره شپه او ورځ كار كوي او د اوسني حكومت د مثبت او كوټلې اقداماتو نتيجې به ډېر زر ترلاسه كېدل پېل شي۔ ده ووئيل مونږ په حكومت كښې يو او خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول پالو٬ د هېواد د 22 كروړه اولس يوازنې اميد وزیراعظم عمران خان دې څوك چې به د هېواد او قام تقدير بدلوي او د بحرانونو نه به ئې په كاميابۍ سره رابهر كوي٬ اوسنې حكومت سټېټس كو چلېنج كړې او په ادارو كښې اصلاحات كولو لپاره هڅېے كوي چې په سوب ئې مونږ ستونزو سره مخ يو خو دا مشكلات عارضي دي ډېر زره به هر خوا خوشحالي راشي او هېواد به مخ په وړاندې لاړ شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزیراعظم عمران خان د اولس د مسئلو او تكليفونو نه خبر دې او د اولس د مسئلو هواري لپاره مهم او كوټلي اقدامات هم روان دي٬ د روپۍ بې قدرې
متعلقہ مضامین
-
PTI urges CEC to stop Hamza Shehbaz from working as CM
-
FM Bilawal arrives Davos to attend World Economic Forum
-
Donald Blome appointed as US ambassador to Pakistan
-
Best facilities ensured for intending Haj pilgrims this year: Durrani
-
Sherry underlines little recognition of persistently growing inequality throughout world
-
90pc of Sherani’s forest fires contained: Farah
-
Police detain PTI leaders Ijaz Chaudhry, Mehmood ur Rasheed ahead of ‘Azadi March’
-
No country can develop unless giving opportunities to women: Marri
-
Saudi Arabia expands US$3b deposit to Pakistan
-
MNAs demand 5-year increase in age limit for public sector appointments
-
PNS Madadgar provides technical assistance to merchant vessel
-
Pakistani handicrafts have potential to get more market space in China