اسلام آباد 04 جولائی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار په مشرۍ كښې سنټرل ډویلپمنټ وركنګ پارټی غونډه د زيارت په روځ وشوه ٬ په غونډه كښې د 11 اربه روپو مالیت 8 منصوبې منظور كړې شوې او د 206 اربه روپو 8 منصوبې حتمی منظورۍ لپاره ایكنك ته لېږلې شوي۔ په غونډه كښې د پلاننګ سيكتر ظفر حسن ، وفاقی وزارتو او صوبائی محكمو اعلی افسرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د سائنس اینډ ټیكنالوجی ،توان ، انفارمېشن ټیكنالوجی ، خوراك او زراعت او ماحولیات په اړه منصوبې وړاندې كړې شوې۔ د سنټرل ډویلپمنټ وركنګ پارټی غونډه كښې د ماحولیات وزارت د اړخه ټین بلین ټری سونامی پروګرام فیز ـ1 لپاره 125 اربه روپو منصوبه وړاندې كړې شوه كومه چې حتمی منظورۍ لپاره ایكنك ته ولېږلې شوه۔ د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار ووئيل دا د حكومت مهمه منصوبه ده۔ ده هيله څرګنده كړه چې اړوندې ادارې به ماحول دوسته اونو انتخاب وكړي كومې به چې د ماحولیاتی بدلون اثرات كمولو له مرستياله وګرځي۔ د سنټرل ډویلپمنټ وركنګ پارټی غونډه كښې د سائنس اینډ ټیكنالوجی په اړه پاكستان اټامك انرجی د اړخه پاكستان ریسرچ ریكټرـ3 لپاره د 4671.050 ملیونه روپو منصوبه وړاندې كړې شوه كومه چې حتمی منظورۍ لپاره ایكنك ته ولېږلې شوه۔ د سائنس اینډ ټیكنالوجی وزارت د اړخه دويمه منصوبه زراعت او هیلتھ سائنسز كښې مصنوعی زهانت كارولو لپاره د پوسټ ګریجویټ مركز جوړولو لپاره د 527.676 ملیونه روپو منصوبه وړاندې شوه كومه چې غونډې منظور كړه۔ د سی ډی ډبلیو پی په غونډه كښې د توان په اړه 4 منصوبې وړاندې شوي چې پكښې د هېواد سوئيلي سيمو كښې د برېښنا وركولو له ډھیركی ، رحیم یار خان ، بهاولپور او چشتیاں 220 كے وی ګریډ سټیشنو منسلك كولو لپاره د 12273.39 ملیونه روپو منصوبه وړاندې شوه كومه چې حتمی منظورۍ لپاره ایكنك ته ولېږلې شوه۔ سنټرل ډویلمنټ وركنګ پارټی غونډه كښې د پاكستان ملټی مشن سیټلائیټ پراجیكټ لپاره د 34667.89 ملیونه روپو لګښت منصوبه وړاندې شوه كومه چې منظورۍ لپاره ایكنك ته ولېږلې شوه۔ دې نه ځانله د سنټرل ډویلپمنټ وركنګ پارټی په غو
متعلقہ مضامین
-
PHC gives IK pre-arrest bail in Azadi March FIRs
-
LCBDDA organises open house session for BNU students
-
SAFMA concerned over economic meltdown
-
Imran’s poor policies resulted in price-hike: Muqam
-
Cabinet body mulls filing treason case against Imran
-
Fix the country now, Imran challenges PM Shehbaz
-
‘Pakistan part of Saudi Arabia Raod to Makkah initiative’
-
Citizens asked to take preventive measures to avoid heat-illness
-
GDP growth for FY23 set at 5%, PSDP outlay at Rs 800bn
-
LHC orders for fixing pleas against Hamza election on 20th
-
PM for reinvigorating ties with Japan in trade, investment
-
Asif Zardari reaches Lahore, will host lunch for CM Hamza