اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي چې وزیر اعظم عمران خان د امريكې دورې سره د پاكستان او امريكې ترمېنځه اړيكې از سر نو جوړې شوې دي٬ ټرمپ سره په ملاقات كښې د امريكې لخوا د ډو مور غوښتنه نه ده شوې٬ پاكستان به خپل مفادات تر نظر ساتلو سره امريكې سره اړيكې مخ په وړاندې بوځي٬ پاكستان د اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا په كشمير د ثالثۍ د وړاندېز هركلې كوي٬ پاكستان به په افغان امن عمل كښې د سهولت كار كردار دوامدار ساتي۔ د زيارت په ورځ د اوويز بريفنګ په مهال وياند ووئيل وزیر اعظم عمران خان د امريكې اوسنې دورې سره د پاكستان او امريكې ترمېنځه اړيكې از سر نو جوړې شوې دي٬ د ټرمپ پشمول لوړ پورو سره په ملاقاتونو كښې امريكې د ډو مور يوه غوښتنه نه ده كړې ۔ ده ووئيل د اولس مشر ډونلډ ټرمپ او وزيراعظم عمران خان ترمېنځه د جامع خبرو اترو په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه په پراخه بنياد او كوټلې شراكتدارۍ ٬ سوئيلي آسياء كښې امن او استحكام او اقتصادي سوكالۍ لپاره د د امريكې او پاكستان ترمېنځه د مرستې مستحكم كولو چارو پحقله خبرې اترې شوې دي۔ وياند ووئيل پاكستان د شريك عزت ٬ احترام او د برابرۍ په بنياد امريكې سره اړيكې زياتول غواړي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاكستان د كشمير په معامله د ثالثۍ پحقله د اولس مشر ټرمپ د وړاندېز هركلې كوي٬ د ثالثۍ پحقله د هند په غبرګون د خيرانتيا څرګندونه كولو سره وياند ووئيل هند له د اوږدې مودې شخړې هواري لپاره د بالغ النظرۍ څرګندونه كول پكار ٶ۔ د کرتار پور راهدارۍ پحقله د راتلونكې غونډې په اړه وياند ووئيل د دې تعين به هند كوي٬ خو ده ووئيل غونډه به ډېر زر كېږي ۔ د افغانستان په اړه وياند ووئيل په افغان امن عمل كښې به پاكستان د سهولت كار كردار لوبوي كوم چې د امريكې پشمول ټولو هېوادونو تسليم كړے دے۔ وياند ووئيل وزیر اعظم عمران خان د چين د پخواني اولس مشر لي پنګ په مرګ د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې لي پنګ د پاك چين دوستۍ علمبردار ٶ۔ د امريكې ايران شخړې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل مونږ غواړو چې ټولې ډلې په آبنائے هرمز كښې كمرشل جهاز راني محفوظ
متعلقہ مضامین
-
HEC urges students, faculty to secure certifications from Int’l universities
-
Pakistan rejects ‘baseless’ remarks by India on CPEC
-
School timings issued by Punjab govt
-
Rao Sardar holds maiden SRP’s conference on train incidents
-
Matters about fresh elections settled: Sh Rashid
-
Pak-Saudi security cooperation to be enhanced, says Sanaullah
-
South Ukraine city pounded as Russia says drone attacks Crimea navy HQ
-
Petrol down by Rs 3.05, diesel up by Rs 8.95/litre
-
A Gulf state paid Imran Khan to derail CPEC: which one?
-
Imran to be put on no-fly list
-
All set to observe ‘Youm-e-Shuhda Police-2022’
-
Commonwealth Games: Weightlifter Nooh Dastagir Butt bags first gold medal for Pakistan