اسلام آباد 26 اکتوبر(اے پی پی)د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير او د وفاقي حكومت د جوړې كړې د سېلاب ځپليو رېليف مانيټرنګ كمېټۍ غړي آغا حسن بلوچ وئېلي دي وفاقي حكومت د سېلاب ځپليو سيمو د بحالۍ هڅې ٬ د وزيراعظم د بلوچستان دورې او مالي مرسته د ستائنې وړ ده خو د هېواد تر ټولو لويه صوبه كښې چرته چې د بارانونو او سېلاب له امله 45 فيصده فصلونو٬اناج او 30 فيصد باغونو ته زيان رسېدلے او چرته چې روډ انفراسټركچر او املاك متاثره شوي هلته بحاۍ ته په سمدستي توګه د لوي مالي مرستې ضرورت دے۔د شورو په ورځ په يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل په بلوچستان كښې د يخښنۍ موسم پیل كېدونكے دے كوم به چې د وړاندې نه د بدحاله اولس په ستونزو كښې اضافه وكړي٬د څاروو په لويه شمېره كښې د مرګونو څخه ژوندو څاروو كښې د وبا اندېښنه زياته شوې۔ده ووئيل جهل مګسي٬لسبيله٬خاران٬قلعه سېف الله او پشين ضلعې تر ټولو زياته ځپلې شوي۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم د برېښنا د بلونو په مد كښې د رېليف 2 مياشتو اعلان كړے وؤ خو د ځپليو د املاك زيان تر مخه دې دا آسانۍ يو كال لپاره پراخه كړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
SC grants exemption to Khursheed’s wives from hearing in assets case
-
Fehmida Mirza, KP CM discuss promotion of sports
-
Pakistan’s regional exports increase 34.75% in July-August 2021
-
Legendary comedian Umar Sharif leaves for US
-
Pakistan highlights its vision of national space programme
-
NA body passes Special Technology Zones Authority bill
-
Lasting peace in Afghanistan vital for regional stability: Sh Rashid
-
PPP leader, veteran journalist Wajid Shamsul Hasan passes away
-
Maryam downplays rifts, says Nawaz leads PML-N
-
Noor murder case: IHC rejects bail pleas of Zahir Jaffer’s parents
-
High Commissioner Zahid Hafeez Chaudhri presents credentials to Governor General of Australia
-
New hypersonic missile tested by North Korea