اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي فلسطينيانو لپاره د پاكستان د پرله پسې او په سپينو ټكو د ملاتړ پخلي كولو سره وئيلې دي د فلسطينيانو د آزادۍ هلې ځلې به تر ھغه وخت جاري وي تر څو چې هغوي ته د خپلواكۍ د حق كارولو موقع نه وي وركړې شوې او پاکستان به هغوي سره په دې هلو ځلو كښې ولاړ وي۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د فلسطين اولس سره د يووالې نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې كرې۔ ده ووئيل پاكستان په تاريخي توګه د هغوي د جائز هلو ځلو ملاتړ كولو او كوي به٬ پاکستان په نړيواله كچه د تسليم شوو شرطونو او د امن لوظنامې لپاره په مذاكرات د فلسطين د رضا مندۍ ملاتړ كوي۔ صدر مملکت ووئيل نن نړيوالې ورورولي فلسطينيانو سره د يووالي نړيواله ورځ لمانځي، اووه نيمو لسيزو څخه اسرائيل د فلسطينيانو سره منظم زياتۍ كوي٬ بې ګناه وينه بهيولې شوې او دا سلسله تر اوسه بنده نه كړې شوه۔ صدر مملکت ووئيل د پرله پسې اسرائيلي تشدد تازه پېښه سږ كال په اګست كښې رامخئ ته شوې كله چې په غزه د اسرائيل د بمبارۍ په نتيجه كښې د 17 كوچنيانو پشمول 50 كسان مړه او د 300 نه زيات ژوبل شوي۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل پاكستان د فلسطينيانو د موقف ملاتړ كوي او په نړيواله كچه د تسليم شوو شرطونو او د كال 1967 د وړومبو پولو په بنياد په نړيواله نګرانۍ كښې د ډلو ترمېنځه په ټاكلي ټائم فرېم كښې د شخړې تصفيه غواړي او د ختيز بېت المقدس د فلسطيني رياست د پايه تخت په توګه د منلو حمايت كوي۔ صدر مملکت ووئيل پاكستان په تاريخي توګه د فلسطينيانو د جائزو هلو ځلو ملاتړ كړ او بيا لپاره به هم دغه ملاتړ روان ساتي
متعلقہ مضامین
-
Vivian Richards, David Gower praise Pakistan team in meeting with PM Imran Khan
-
Court seeks NAB’s comments on acquittal plea of PPP’s senator
-
98 more dengue patients emerge in Islamabad, one dies
-
Pak, Chinese varsities cooperate for quality CPEC development
-
Pakistan concerned over politicisation of FATF: FO
-
SBP reserves rise to $17.2 billion
-
KP govt to review progress in merged districts
-
KP CM inaugurates several uplift schemes in Mansehra
-
Basic services to citizens on doorstep top priority: Akhtar
-
Kartarpur Corridor completes two years
-
Indian mindset greatest hurdle to peace in region: Imran
-
Pakistan wants enhanced ties with EU, UK: Gen Bajwa