اسلام آباد۔11جنوری(اے پی پی) د بېن الصوبائي رابطې (آئي پي سي)وفاقي وزير احسان الرحمان مزاري سره پاكستان كښې د ارجنټائن سفير لیوپولډو فرانسسکو سورس په اسلام آباد كښې ليدلي۔ وفاقي وزير په فټبال ورلډ كپ كښې د ارجنټائن په كاميابۍ ترلاسه كولو سفير ليوپولډو فراسسكو سورس ته مباركي وركړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه په لوبو او په خاص توګه د فټ بال ٬ پولو او سكواش په برخو كښې د همكارۍ زيات ګنجاش موجود دے۔ ده زياته كړه چې پاكستان لويې شمېر ځوانان لري او د لوبو په مېدان كښې د دوئي صلاحيتونو ته وده وركولو له لويه سرمايه كاري كېدې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان فټ بال كوچنګ او تربيه كښې د ارجنټائن د ځانګړې تجربې او پوهې څخه زياته استفاده كېدې شي۔ سفير ووئيل په دې لړ كښې ما د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال سره بشپړه خبرې كړې دي په كومو كښې چې ځوانانو ته په خصوصي توګه پام ګرځولې شوې دې۔ سفير ووئيل ارجنټائن پاكستان سره په خاص توګه د لوبو په برخه كښې د اوږدې مودې تړون ساتلو كښې خوښي لري۔ ده د روان كال په پېل كښې د ارجنټائن د ښځينه فټ بال لوبډلې لوبغاړو د پاكستان د دورې په اړه هم ووئيل دغسې چې هغوي پاكستان كښې د فټ بال ښځينه لوبغاړو تربيه او كوچنګ وكړې شي۔ ده زياته كړه چې كوئټه سره تعلق لرونكې د پاكستان ښځينه فټ بال ډلې لوبغاړې غوره ټېلنټ لري۔ په ملاقات كښې وړاندېز وركړې شو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو ودې له د لوبو پوهانو په تبادله او په لوبغاړو كښې د نشائي توكو (ډوپنګ) لعنت په ضد په ګډه كار كېدے شي۔
متعلقہ مضامین
-
Australia wins; well played Green Shirts!
-
9 deaths, 391 new coronavirus cases reported in Pakistan
-
9 deaths, 391 new coronavirus cases reported in Pakistan
-
Opposition will continue struggle till PM’s ousting, says Hamza
-
President upholds Mohtasib’s decisions ordering banks to refund Rs 14 mln to fraud victims
-
Mysterious virus spreading in Karachi causing dengue-like symptoms: experts
-
HEC launches online portal for equivalence certificates of degrees
-
Govt calls on joint session on Nov 16
-
No increase in gas prices since 2019: Senate told
-
Pakistani mango exports to China increase by more than nine times
-
PRCS donates 200,000 COVID vaccines to GoP
-
TMUC Islamabad formalizes Student Council 2021-22